د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د امريکا يو څارونکی بنسټ: د ګرانيو له امله افغانان کافي خواړه نه شي برابرولی


کابل کې د سوالګرو مېرمنو يو انځور
کابل کې د سوالګرو مېرمنو يو انځور

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې په ميلیونونو کسان له بېوزلۍ کړېږي.

په يوې ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې په کابل کې یوه ډله بېوزلي ښځې ښکاري، چې د وچې ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره راغونډې شوې دي.

په ویډیو کې یو تن ليدل کېږي چې پر دغو ښځو وچه ډوډۍ وېشي.

ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بېوزلۍ پراخېدو د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو یو څارونکی بنسټ وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د خوراکي موادو بیې یوڅه ټیټې شوې، خو دغه بیې اوس بېرته په جګېدو دي.

که څه هم د څو میاشتو مخکې په نسبت د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه جګ شوی، خو په وروستیو ورځو کې ښکاري چې افغانۍ یو وار بیا د ډالرو په وړاندې په لوېدو ده. پرون یو امریکايي ډالر په څه باندې ۸۸ افغانیو تبادله کېده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د خوراکي او نورو ضروري موادو د بیو بیا جګېدل د دې سبب شوي، چې زیاتو افغانانو ته کافي خواړه ونه رسېږي.

سیګار د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف په حواله ویلي، په افغانستان کې د اوړو بیه د تېرو پنځو کلونو په نسبت ۸۱ فیصده لوړه شوې ده.

افغانستان کې د توکو بيې ورځ تر بلې لوړيږي.
افغانستان کې د توکو بيې ورځ تر بلې لوړيږي.

وړاندې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې اتلس میلیونه انسانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري او د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه به ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلۍ ټیټې کچې ته ورسېږي.

دغه شان د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې وزله هېواد بلل شوی دی.

د طالبانو ویندویانو مخکې ویلي چې دوی د خلکو د بېوزلۍ ستونزه درک کوي او هڅه یې کړې ده، چې په بازارونو کې د بیو کنټرول ته هم ځینې لارې چارې وسنجوي.

XS
SM
MD
LG