د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د اختر نمانځنه؛ منصور: د اقتصادي ستونزو له امله مې قرباني ونه کړه


یو شمېر کابل ښاریان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ونه شوای کړای څو قرباني وکړي.
یو شمېر کابل ښاریان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ونه شوای کړای څو قرباني وکړي.

په کابل کې بېلابېلو اقتصادي ستونزو د لوی اختر نمانځل کمرنګه کړي دي.

احمد منصور چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، تېرو لویو اخترونو کې به یې یو یا دوه څاروي قرباني کول خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغه سنت پر ځای کولو نه محروم شوی دی.

هغه وویل: "زموږ کورنۍ به تر درېیو څاروي قرباني کول، سږ کال مو اقتصاد کمزوری وه او ومو نه شواى کړای چې ان یوه قرباني هم وکړو، کار نه شته اقتصادي ستونزې زیاتې دي."

منصور د سلګونو خلکو له ډلې یو دی چې تېرو کلونو کې به یې اخترونو کې قربانۍ کولې خو سږ کال یې په وس نه وه چې پسه یا غوا حلاله کړي.

له دې سره یو قصابانو چې تېرو کلونو کې به یې ښه کار او بار درلود وایي، سږ کال د اختر په لومړۍ ورځ د تېرو اخترونو په پرتله کم څاروي ذبح کړي او له دې درکه یې کم عاید ترلاسه کړی دی.

له دې ډلې حسیب الله ازادي راډیو ته وویل: "سږکال د تېرو هغو په پرتله زموږ کار ډېر توپیر درلود یعنې کم شوی و. تېرو کلونو کې به مو یوازې د اختر په لومړۍ ورځ تر اوو غواګانواو ۱۲ پسونو حلالول خو سږ کال د کار خوند نه و."

دغه راز نويد وايي: "خلکو د څارویو د پېرودلو توان نه درلود موږ هم د تېر اخترونو په پرتله په کمه بیه ذبحې وکړې."

د دې موضوع تر څنګ، د تېلو او موټرو د کرایو لوړوالي هم په کابل کې سږنی لوی اختر کمرنګه کړی و.

یو شمېر هغه کورنۍ چې کم عاید لري وایي، سږ کال د خپلو خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره د لار د کرایو وس یې نه و.

ښوونکی او د کابل ښار اوسېدونکی محمد نذیر وایي: "کرایه ډېره لوړه شوې مخکې به موږ له کارتې نو څخه تر خیرخانې په ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانیو د دوستانو کورونو ته تلو خو سږ کال دا شمېر۵۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی."

ځینې ټکسي چلوونکې هم د دې ستونزو د تاییدولو تر څنګ وایي، د تېرو میاشتو په پرته د تېلو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي او دې ستونزې پر کار او بار اغېز کړی دی.

یو ټکسي چلوونکي نعمت الله ازادي راډیو ته وویل: "کاروبار نه شته تېل هم ګران شوي او کرایې هو لوړې شوي دي خلک د دربستو موټر د نیولو وس نه لري."

د ځینو ټکسي چلوونکو په خبره، دا مهال د کابل په بازارونو کې د یو لیتر پټرولو بیه ۹۰ افغانۍ او د یو لیتر ډیزلو بیه هم ۱۲۰ افغانۍ زیاته شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې بېوزلي، بېکاري او نورې اقتصادې ستونزې په کمساري توګه زیاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت د دغو ستونزو د حل په اړه د ژمنو تر څنګ تل له نړیوالې ټولنې او مرستندویه نړیوالو بنسټونو څخه د دې ستونزو په حل کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG