د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د پیسو نړیوال صندوق خبرداری؛ د افغانستان اقتصاد به له ۲۰ تر ۳۰ سلنې رکود سره مخ شي


د پیسو نړیوال صندوق
د پیسو نړیوال صندوق

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد به سږکال له ۲۰ تر ۳۰ فیصده پورې له رکود سره مخامخ شي.

د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د رئیس جهاد ازعور په وینا د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره به افغانان نورو سیمو او نورو هېوادونو ته مخه کړي.

ازعور زیاته کړه: "څه چې موږ یې وړاندوینه کوو او ورته اندېښمن یوو، همدا د افغانستان اقتصادي رکود دی چې د ۲۰ او ۳۰ په سلو کې ترمنځ به وي. دا وضعیت په لکونو یا ملیونونو کسان له ستونزو سره مخامخوي، د کډوالو او په کور دننه د بې‌ځایه شویو مسئله شته. د اساسي اجتماعي خدماتو مسئله هم مطرح ده. د ښځو او پېغلو لپاره زده‌کړې او روزنه نه‌شته او دا ډېره مهمه مسئله ده."

د پیسو د نړیوال صندوق د راپور له مخې وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل نیولی افغانستان له څو جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د ای‌اېم‌اېف په پروني راپور کې راغلي چې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی، د خلکو د اخیستو وس کم شوی او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستل زیات شوي دي.

د جګړو له امله داخلي بې ځایه شوي
د جګړو له امله داخلي بې ځایه شوي

دا راپور څرګندوي چې پروسږکال په افغانستان کې درې نیم ملیونه په کور دننه بې‌ځایه شوي وو او په بهر کې د افغان کډوالو شمېر تېر کال شااوخوا درې ملیونه ګڼل شوی و چې نیم‌یې په پاکستان کې دي.

د پیسو نړیوال صندوق بیا خبرداری ورکوي چې افغانستان ته به د صادراتو کمېدل په ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم د خلکو پر ژوند اغېز وکړي ځکه چې دا هېوادونه له خوراکي موادو نیولې، تر تېلو، خام موادو او نورو شیانو پورې افغانستان ته صادروي چې په دې هېوادونو کې له دې سره په زرګونه کسانو ته کارونه پيدا شوي وو.

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې سږکال به ژمی په افغانستان کې سخت وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره اوونۍ خبرداری ورکړ که چېرته د افغانستان بشري وضعیت ته سمه پاملرنه ونه‌شي یو ستر ناورين به رامنځته شي.

د ګوترش په وینا د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

د ګوترش په وینا د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
د ګوترش په وینا د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

ده له نړیوالو وغوښتل چې جدي هڅې وکړي له افغانانو سره مرستې وکړي څو د افغانستان د اقتصاد د ماتېدو مخه ونیول شي.

پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دوه غونډې جوړې شوې دي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د نړۍ د ۲۰ سترو شتمنو هېوادونو یا جي شل غونډه چې په دې دواړو ناستو کې تر دوه میلیارده د ډېرو ډالرو ژمنې له افغانستان سره وشوې، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا تر اوسه دوی ته ډېرې لږ مرستې ورسپارل شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې له ځپل شویو او بې‌وزلو سره د مرستو چارې ټکنۍ شوې دي.

طالبانو چې د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو تر اوسه‌یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل پر دې بحث نه‌کوو.

دا راپور څرګندوي چې پروسږکال په افغانستان کې درې نیم ملیونه په کور دننه بې‌ځایه شوي وو او په بهر کې د افغان کډوالو شمېر تېر کال شااوخوا درې ملیونه ګڼل شوی و چې نیم‌یې په پاکستان کې دي.

XS
SM
MD
LG