افغانستان
عمران خان: پاکستان به افغانستان کې د ناورين مخنيوي سره مرسته وکړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره هره ممکنه مرسته وکړي.
عمران خان دا خبره د ډسېمبر په ۱۵مه نېټه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اېپکس په نوم د یوې دولتي کمېټې غونډې ته کړې ده.
په دې اړه د صدراعظم د دفتر پر ټويټرپاڼه په رسمي بیان کې ويل شوي چې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورين پر وضعيت اندېښنې وښودل شوې او ټينګار وشو چې پاکستان به په دې ستونزمن وخت کې دغه هېواد يوازې پرېنه ږدي.
بیان زياتوي چې په غونډه کې وويل شو چې پاکستان د افغانانو د مشکلاتو د په ډاګه کولو لپاره د ډسېمبر په ۱۹مه نېټه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) غونډه رابللې ده.
ملګري ملتونو او نورو نړيوالو مرستندويه سازمانونو په وار-وار خبرداری ورکړی چې افغانستان له يو لوی بشري ناورين سره مخامخ دی.
د اګسټ په مياشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد لاپسې خراب شوی دی.
د پاکستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پریزیدیوم بنسټ: طالبانو درې برتانوي وګړي نیولي

د پریزیدیوم په نوم د بریتانیا یو غیرانتفاعي بنسټ د طالبانو له خوا د درېیو برتانوي وګړو د نیولو خبر ورکړ.
دغه بنسټ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دوو نیول شویو برتانوي وګړو له کورنیو سره په تماس کې دی.
له دې سره جوخت د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ډېره هڅه کوي له دغو توقیف شویو برتانوي وګړو سره قنسولي تماس ټینګ ګړي او د دغو کسانو د کورنیو ملاتړ کوي.
د پریزیدیوم بنسټ یوه غړي سکاټ ریچارد سکای نیوز ته ویلي، په دې باور دی چې توقیف شوي برتانوي وګړي روغ دي او ښه چلند ورسره کېږي.
تر اوسه د دغو کسانو د توقیف علت نه دی روښانه شوی او طالبانو هم لا تر اوسه د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.
په میدان وردګ کې د یوې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي

په میدان وردګ ولایت کې د یوې ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د میدان وردګ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله مجاهد ازادي راډیو ته نن ویلي، په دې پېښه کې چې پرون شنبه په سید اباد ولسوالۍ کې شوې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او ۱۴ کلن ورور یې وژل شوي دي.
ویل شوي، دې نجلۍ او ورور یې په دې مرمۍ لوبې کولې چې چاودنه وشوه.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي چې په ۲۰۲۲ کال له ۷۰۰ زیات ماشومان له جګړې راپاتې د ناچاودو مهماتو او وسیلو په چاودنه کې مړه یا معلول شوي دي.
طالبان: د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په پیل کې د افغانستان صادرات یو میلیارد شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به نور هم زیات شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری صادرات پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته کېږي، چې سکاره، جوار، پنبه او ممیز په کې شامل دي.
دا ادعا په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له جدي بحران سره مخ شوی او د کانونو د غیر مسلکي استخراج او د ډبرو سکرو د ډېر صادراتو په اړه هم انتقادونه کېږي.
طالبانو په دایکندي کې افغان خبریال 'سیف الله رضايي' خوشې کړی

طالبانو افغان خبریال سیف الله رضايي تر څو ساعته بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.
سیف الله رضايي د نسیم په نوم د یوې راډیو سره کار کاوه.
د دغه افغان خبریال یوه همکار د موضوع د حساسيت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې سیف الله رضايي د شنبې په ورځ د دایکندي په مرکز نیلي کې د 'ګل بادام' له چوک سره طالبانو وواهه او بیا یې له ځانه سره یووړ.
تر دې پېښې څو ساعته وروسته نسيم راډيو په خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړ چې سیف الله رضايي د دایکندي لپاره د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ د رييس په منځګړتوب خوشې شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه شوې

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، که روانه اپرېل کې ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به له لکونو زیانګالو سره خپلې مرستې ودروي.
د دې ادارې مشر ډېوېډ بېسلي ویلي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي پيسې نه لري.
د ډبلیو اف پي د مشر په خبره د مجبوریت له مخې یې تر اوسه پورې د خپلو مرستو اندازه پنځوس فیصده کمه کړې چې څلور میلیونه خلک یې متاثره کړي دي.
کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن شنبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۶ اورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
په افغان لوبغاړو کې وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشیدخان ۵۷ منډې وکړې.
د سریلانکا لپاره مالشا تریپاټي ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.
که څه هم سریلانکا د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل کړی و، خو د خلیل احمد د غوره توپ اچونې پر مټ یادې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په۳۱ اور کې له لاسه ورکړل او ۱۸۲ منډې یې وکړې.
د سریلانکا لوبډلمشر شیون ډانیال ۶۷ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې خلیل احمد ۵، فریدون داودزي ۲، کامران هوتک او ګلزار خان یوه-یوه وېکټ واخیسته.
خلیل احمد د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې سیالۍ کې د نعمان شاه پر ځای محمد هارون خان د افغانستان لوبډلمشري کوله.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به سبا د اپرېل په دویمه نېټه ترسره شي.
اماراتو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ۳۸ ټنه مرسته استولې

متحده عربي اماراتو پرون جمعه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته ۳۸ ټنه طبي او خوراکي مرسته واستوله.
دا خبره د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام اعلان کړه.
د افغانستان د تېرې اووني په زلزله کې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې و، لږترلږه ۱۳ تنه مړه او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل شول.
طالبان: تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغانان خوشې شوي

د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
دې وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
یاد وزارت وايي، په پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي.
له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ډېری برخه یې په کراچۍ کې بندیان دي.
اوتانبایوا: د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
د رییس الوزرا د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس اوتنبایوا دغه راز وویل، ملګري ملتونه په دې برخه کې هڅه کوي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.
د نږدې شلو میاشتو په تېرېدو لا هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
نړیوالې ټولنې په ځلونو ویلي، له طالبانو سره د تعامل لپاره اصلي شرط د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت دی ځکه په دې موده کې د افغان ښځو کار، زده کړې او ټولنیز فعالیتونه محدود شوي او طالبانو هم د دې محدودیتونو د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن له سریلانکا سره سیالي لري.
لوبه له ماسپښین وروسته د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.
په مخکینۍ لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.
خو افغان لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې خوړلې وه.
افغان کرکټ لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې دی چې درې لوبې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
ورپسې بنګله دېشۍ لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم ځای کې قرار لري.