د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د کابل ځینې اوسېدونکي: مخ لوڅو ښځو ته د مرګ ګواښ شوی؛ طالبان: واقعیت نه‌لري


د کابل ښار یوه څنډه. 21 December 2022
د کابل ښار یوه څنډه. 21 December 2022

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، داسې ګواښ پاڼې یې ترلاسه کړي چې له مخې یې باید ښځې لوڅ مخ له کوره ونه وځي.

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې داسې پاڼې ویشل شوي چې په کې ښځو ته له کورونو د لوڅ مخ نه وتلو ګواښ شوی دی.

دا پاڼې چې یو شمېر کسانو ترلاسه کړي وايي، پر ښځو د محدودیتونو په دوام دا د مېرمنو په ازادیو بل څرګند تېری دی.

په دې پاڼو کې چې یوه یې ازادي راډیو ته هم رسېدلی لیکل شوي که ښځې له کورونو بهر لوڅ مخ ولیدل شي وبه وژل شي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له مله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، هغه کس چې دغه پاڼې یې ویشلې ظاهراً د طالبانو غړی نه ښکارېده.

هغه وویل: "څو ورځې وړاندې چې سهار مهال و او زه خپل دفتر روان وم، د لېسې مریم په بازار کې چې زما کور هم دغه بازار ته نږدې دی، یو کس مې ولیده چې ډېرې ورقې په لاس کې وې او خلکو باندې یې ویشلې، دغه کس د اسلامي امارت ځواکونو ته ورته کس نه ښکارېده، خو ټولو ته ویل چې دغه ورقې په دېوالونو باندې هم ونښلوئ."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شی دغه پاڼو وېرولې ده.

نوموړې د دا ډول کړنو د مخنیوي غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: "هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، نن یو شمېر پاڼې ویشل شوي چې په هغې کې هغه ښځې چې لوڅ مخ ښار او بازار ته وځي په مرک ګواښل شوي. هغه محدویتونه چې د طالبانو لخوا په دې وروستیو کې په ښځو وضع شوي اوس یې خبره ان مرک ته هم ورسېده، دا مسئله موږ ته د اندېښنې وړ ده."

هغه ګواښ پاڼې چې په خلکو ویشل شوي په هغې لیک شوي: "د نوموړې ساحې ټولو ښځینه وو ته خبر ورکول کېږي چې له دې وروسته هېڅ ښځه حق نه لري چې لوڅ مخ وګرځي که چېرته له نن څخه وروسته څوک لوڅ مخ وګرځېدل ویشتل کېږي او هیڅوک بیا حق د شکایت نه لري."

ازادي راډیو دغه ګواښ پاڼه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې نوموړي په دې اړه وویل: "نه دا واقیعت نه لري، امر بل المعروف رد هم کړه، رسماً یې په ټویټر دا مسئله رد کړې ده."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې طالبان واک ته ورسېدل په بېلابېلو وختونو کې یې پر ښځو د زده کړو، تحصیل، کار او سفر محدودیتونه ولګول.

که څه د طالبانو دا محدودیتونه په پراخه کچه غندل شوي، خو طالبانو د ښځو په برخه کې د خپلو کړنو دفاع کړې او په دې برخه کې یې هېڅ نرمښت نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG