د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د هند د ویزو بندېدو ډېری افغان محصلان اندېښمن کړي


تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې دغو محصلانو په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د هند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ویزې ورکړي څو خپلو درسنو ته بېرته ستانه شي.
تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې دغو محصلانو په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د هند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ویزې ورکړي څو خپلو درسنو ته بېرته ستانه شي.

يوه افغانه محصله، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل، په هند کې د ماسترۍ دورې د دويم کال محصله وه، خو د ويزې د نشتون له امله دوه کاله له زده کړو لرې پاتې شوې ده.

د هند د ویزو بندېدو ډېری افغان محصلان اندېښمن کړي دي.

يوه افغانه محصله، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل، په هند کې د ماسترۍ دورې د دويم کال محصله وه، خو د ويزې د نشتون له امله دوه کاله له زده کړو لرې پاتې شوې ده.

نوموړې وايي، په افغانستان کې پر ښځو لګول شويو محدوديتونو ته په کتو سره يوازينۍ هيله يې دا ده چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

هغې وویل: "په افغانستان کې اوسمهال، نجونو لپاره د زده کړې او تحصیل شرایط ښه نه دي. ډېره موده کېږي چې له تحصیل څخه پاتې یم. که څوک د ډېر وخت لپاره د درس او مطالعې څخه لرې پاتې شي، ډېر معلومات یې هېرېږي او دا یوه لویه ستونزه ده."

دغه محصله وايي چې دې او يو شمېر نورو افغان محصلانو له هندي چارواکو سره، د ويزې ورکړې په اړه اړيکې کړي او ژمنې ورسره شوي، خو تراوسه نه دي عملي شوي.

یو شمېر نورو افغان محصلانو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی له پرله پسې غوښتنو وروسته، یو شمېر هندي پوهنتونونو خپل درسونه او ازموینې آنلاین پیل کړې، خو د دوی په خبره، د برښنا او انټرنېټ د نشتون له امله ټولګيو ته حاضرېدل او د ازموينو ورکول، دوی ته ستونزمن کار دی.

د عبيدالله په نوم يوه محصل ازادي راډيو ته وويل: "دوه ازموینې مو لا پاتې دي. د برښنا نشتون له امله ډېرو ستونزو سره مخ یوو او د ازموینې ورکول هم ډېر ستونزمن دي."

مرتضی او حبيب الله بیا وايي، د هند دولت سربېره پر دې چې دوی ته د محصلۍ ویزه نه ورکوي، د دوی شته ويزې يې هم باطلې کړي دي.

مرتضی وویل: "ما د هند اقامه درلوده او ټیکټ مې هم کړی و، خو کله چې د ایران هوایي ډګر ته لاړم، ما ته يې هند ته د تګ اجازه رانه کړه."

حبيب الله وویل: "د هند حکومت ټولې هغه یو کلنې ورکړل شوي ويزې باطلې کړې. زما ویزه هم باطله شوه."

د هند د ویزو بندېدل یوازې په افغانستان کې د بندو پاتې شویو محصلانو اندېښنه ده، بلکې یو شمېر هغه افغان محصلان چې په هند کې دي او نه شي کولای د خپلو کورنیو لیدو ته ولاړ شي یا هم هغوی ځانته وغواړي اندېښمن کړي دي.

شکرالله په هند کې د يوه دولتي پوهنتون د دوکتورا دورې محصل، ازادي راډيو ته وويل: "دوه کاله کېږي چې افغانستان ته نه یم تللی. کورنۍ او ماشومان مې هلته دي، د ویزې ستونزو له امله مې ونه شو کولای هغوی هند ته راوغواړم او یا زه یې لیدو ته ولاړ شم. که افغانستان ته ولاړ شم باید خپلې زده کړې پرېږدم."

دغو محصلانو له هندي چارواکو او د طالبانو له حکومته غواړي چې د محصلانو د ویزو موضوع دې سیاسي کوي نه.

په نوي ډهلي کې د افغانستان لوی سفیر بیا وايي، هڅه کوي چې هندي چارواکو سره افغان محصلانو ته د ویزو ورکړې په اړه ناستې ولري.

په نوي ډهلي کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزی
په نوي ډهلي کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزی

په نوي ډهلي کې د افغانستان لوی سفیر فريد ماموندزي ازادي راډيو ته وويل: "د دوکتورا دورې یو شمېر محصلین هند ته راغلي چې شمېر يې له لسو کم دی. مونږ هڅه کوو هغو محصلينو ته چې د زده کړو وروستي کلونه يې دي، هند ته د راتګ زمینه برابره شي او په بديل لارې مو هم کار کړی. هغه محصلين چې انلاین زده کړې کوي، د فراغت اسناد د هند له پوهنتونونو څخه تر لاسه کړي."

څه موده مخکې هندي ورځپاڼو د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جی شنکر په حواله، ویلي و چې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا له رامنځته کېدو پرته د ویزې ورکول ممکن نه دي.

ده هندو ورځپاڼې درې میاشتې مخکې یو راپور خپور کړی و چې له مخې یې د افغانستان د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته، د هند بهرنیو چارو وزارت د هغو ۲۵۰۰ افغان محصلانو ویزې لغوه کړې چې په هند کې یې زده کړې کولې او اوس په افغانستان کې دي.

XS
SM
MD
LG