د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

کابل کې يو شمېر سيکانو او هندوانو د هندوستان د انلاين ويزو فورمونه ترلاسه کړي


د هند بيرغ
د هند بيرغ

د کابل په کارته پروان ګوردوارې باندې وړمه ورځ له ترهګریز برید وروسته د هند د کورنیو چارو وزارت څه باندې سلو افغان سیکانو او هندوانو ته بېړنۍ ویزې منظورې کړي.

د هند حکومت هغه ځنډنۍ ویزې منظورې کړي چې افغان سیکانو او هندوانو له میاشتو میاشتو ورته انتظار ایست.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د پاتې سیکانو او هندوانو شمېر یوازې ۱۵۹ نفرو ته رسیږي.

د هند له حکومت سره د افغان سیکانو او هندوانو د یوه رابط سازمان انډین ورلډ فورم مشر پنیټ سینګ چنډو په خپل ټوېټر لیکلي چې د هند حکومت په افغانستان کې د پاتې ترهېدلو سیکانو او هندوانو د ویزو هغه ټول غوښتنلیکونه تایید کړل چې ځنډول شوي وو.

ښاغلي پنیټ سینګ زیاته کړې چې له تېر سپټمبر راهیسې د هند حکومت د دغو سیکانو او هندوانو د ویزو غوښتنلیکونه ځنډولي وو.

سیکانو او هندوانو ته وروسته له هغه بېړنۍ ویزې منظورې شوې چې د کارته پروان په ګوردوارې باندې خونړی برید وشو.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کارته پروان د ګوردوارې مسوول ګورنام سینګ هم تایید کړه چې که څه هم شپږو میاشتو یې انتظار ایست خو بلاخره تر برید وروسته دوی ته د ویزو فورمونه ورسېدل.

نوموړي وويل: "موږ ته یوه اطلاعیه راغلې وه چې ویزې صادرې شوي خو معلومه نه ده چې د چا راغلي. ویزو ته خو موږ اوس نه بلکې شپږ میاشتې مخکې اپلای کړی دی. اصلي خبره دا ده چې دلته تر پنځوس نفره پورې زموږ هغه خلک دي چې فامیلونه یې هند کې دي بچیان یې هلته دي. دلته د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره پاتې دي نو هغوی مجردان دي کېدای شي ویزې یې راغلي وي."

افغان سیکانو او هندوانو ته د هند د ویزو د منظورېدو په اړه د طالبانو حکومت وایي دا پرېکړه د هند ده خو طالبان د ټولو مذهبي لږکیو د امنیت ډاډ ورکوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: "د هند د تصمیم په اړه باید ووایم چې دا د دوی خپل تصمیم دی. خو موږ په خپل هېواد کې د خپلو ټولو هېوادونو د خوندي ساتلو مسوولیت لرو او ورته ژمن یو.

په ځانګړي ډول اسلامي امارت د لږکیو د حقونو د تامین او هغوی ته د یوه ډاډمن چاپیریال د رامنځته کولو مصمم عزم لري.

"

د هند حکومت او ګڼو نورو بهرنیو او کورنیو سیاستوالو د کارته پروان په ګوردواره باندې برید چې یو شمېر سیکانو ته پکې مرګژوبله واوښته په کلکه وغانده.

د هندوستان صدر اعظم نریندرا مودي په یوه بیان کې ویلي چې د کارته پروان په ګوردواره باندې "بزدلانه ترهګر برید ټکان ورکړی او دا برید په کلکه غندي او د ټپیانو د روغتیا او سلامتیا لپاره دعا کوي"

تر هغه مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس.جیشنکر ویلي وو چې د ټپیانو درملنه د هندوستان لپاره لومړیتوب لري.

د طالبانو یو عسکر هم په پېښه کې وژل شوی.

د برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست هغه ډله چې له وطنه د افغان سیکانو د کډه کېدو لامل یادیږي ځکه په ۲۰۲۰ کال کې هم د شوربازار په ګوردواره د خونړي برید مسوولیت داعش واخیست چې پکې د ماشومانو او ښځو په شمول ۲۵ افغان سیکان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG