د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د هند بورسونو ته بریالي افغان محصلین: ۲ ستونزو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي یو


ارشیف
ارشیف

شااوخوا زر هغه افغان زده کوونکي او محصلان چې د هند د 'ای.سي.سي. ار' پروګرام له لارې بریالي شوي وايي، که د کابل هوايي ډګر څخه ملکي او سوداګریزې الوتنې ژر تر ژره پیل نه شي، د بورس پروسه به یې له یوه نامعالوم برخلیک سره مخامخ شي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان درلود چې د اګسټ په میاشت کې هند ته ورسېږي او هلته لوړې زده کړې پیل کړي، خو پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هند سفارت وتړل شو او د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرکې ملکي الوتنې په ټپه ودرېدې.

دغو بورسونو ته د بریالي شوېو محصلانو له منځه د اقبال نبي زاده په نوم یو تن محصل ازادي راډیوته وویل: "هرکال د دسمبر میاشتې په پیل کې اعلانیږي، له مارچ میاشتې څخه بیا تر جولای میاشتې امتحان اخېستل کېږي او په اګسټ میاشت کې د دوی د لېږد پروسه پیلېږي، سږ زموږ د بورس کار نوي سلنه مخکې تللی او صرف د ویزې لپاره منتظر یو، موږ د افغانستان او هندوستان له دولتونو څخه دا هیله لرو چې زموږ د تګ لپاره زمینه سازي وکړي، څو په خپل وخت درسونو ته حاضر شو."

د حقمل مسعودزي په نوم یو بل بریالي شوي محصل ازادي راډیو ته وویل چې که د افغانستان او د هند دولت چارواکي د دې ستونزې غم و نه خوري، ښايي سلګونه بریالي شوي محصلان د لوړو زده کړو دغه فرصت له لاسه ورکړي.

مسعودزي زیاته کړه: "ټول محصلین اندېښنه لري وایي، که دا حالت همداسې دوام ولري، ښايي بورسونه له لاسه ورکړو، موږ چې کله هلته په هند کې له خپل پوهنتون سره تماس ونیسو، دوی وایي چې 'ای. سي.سي.ار' سره تماس ونیسئ، هغوی سره چې تماس کې وشو وایي، کابل کې د هند سفارت ته ورشئ، نو د هند سفارت چې له کابله وتلی، دا ستونزه یې نوره هم ډېره کړې او زموږ برخلیک نامالوم شوی، که د لوړو زده کړو وزارت د هند له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیسي، نو د شااوخوا زر افغان محصلانو برخلیک به مالوم شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د هوایي ډګر د پاک کارۍ او د تخنیکي ستونزو د هواري لپاره په شدت کار روان دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د هوایي ډګر د پاک کارۍ او د تخنیکي ستونزو د هواري لپاره په شدت کار روان دی

که څه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو محصلانو د ستونزې د حل په اړه په مشخص ډول څه و نه ویل، خو د هوایي ډګر څخه د پروازونو د نشتوالي د ستونزې د حل ډاډ یې ورکړ.

ده وویل، دا مهال د هوايي چلند یوه مسلکي ډله د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د تخنیکي ستونزو او د کاري چاپیریال په تنظیم بوخته ده، څو دغه میدان ډېر ژر د ملکي او سوداګریزو الوتنو لپاره پیل شي.

مجاهد زیاته کړه: "د پاک کارۍ او د تخنیکي چارو ماهرین دننه په میدان کې لاس په کار شوي، هلته کار کوي او هوایي ډګر پروازونو ته اماده کړي، څو د هېوادوالو هغه که محصلین دي، که په هره برخه کې بهر ته تلونکي خلک سفر وکولی شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د نوېو بدلونونو له راتلو سره سم د هند سفارت وتړل شو او ډپلوماټان یې له هېواده بهر ووتل.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې اعلان کړی چې له قطر څخه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نړیواله الوتنه ترسره شوه او ډاډ یې ورکړی چې یاد میدان به د نړیوالو ملکي او سوداګریزو الوتنو لپاره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG