د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

۵۵ افغان سېکهان او هندوان له کابله ډيلي ته ولېږدول شول


افغان سېکهان
افغان سېکهان

۵۵ افغان سېکهان چې په‌کې ۱۴ تنکي ځوانان او ۳ تازه زیږېدلي ماشومان هم شامل وو د یکشنبې په ماښام په یوه ځانګړي پرواز سره له کابله نوې ډهلي ته یوړل شول.

د هند حکومت ژمنه کړې چې افغان سېکهانو ته د استوګنېدو ټولې چارې برابروي.

هندوستان وروسته له هغه لسګونه افغان سېکهان او هندوان و ایستل چې طالبان واک ته ورسېدل.

د نوې ډهلي هوايي ډګر ته په رسېدو د افغان سېکهانو او هندوانو تود هرکلی وشو.

د سېکهانو د یوه مرستندویه سازمان «انډین ورلډ فورم» مشر پونیت سنګهـ چندوک له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل: "۵۵ افغان اتباع چې سېکهان او هندوان دي خپل کورونه یې په افغانستان کې خوشې کړل او ډهلي ته ورسېدل. هلته اوس یوازې ۴۳ کسان پاتې دي. د هغوی حضور افغانستان کې ډېر حساس دی ځکه هلته د هندوانو او سېکهانو څو تاریخي میراثونه لکه درمسالونه او معبدونه پاتې دي."

طالب چارواکو د خپلې دويم ځلي واکمنۍ په لومړيو کې افغان سېکهانو او هندوانو ته د امنيت د خونديتوب ډاډ هم ورکړی و.
طالب چارواکو د خپلې دويم ځلي واکمنۍ په لومړيو کې افغان سېکهانو او هندوانو ته د امنيت د خونديتوب ډاډ هم ورکړی و.

ښاغلي چندوک او په امرتسر کې د سېکهانو طلايي ګوردوارې مشرانو د افغان سېکهانو د ایستلو لپاره د هند پر حکومت څو واره فشار راووړ او اړ یې کړ چې افغان سېکهانو او هندوانو ته بېړنۍ انلاین ویزې ورکړي.

تازه پرون د کابل له هوایي ډګره د اخیستلو شویو عکسونو او خواله رسنیو کې د راغلو بیانونو له مخې افغان سېکهانو ته طالب چارواکو اجازه نه‌ده ورکړې چې خپل څو مقدس کتابونه یوسي.

د افغان سېکهانو د مرستندویه بنسټ مشر ښاغلي پونيت سنګهـ هم انتقاد وکړ چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره یې په دې رابطه څو واره خبرې کړي خو نتیجه یې نه‌ده ورکړې.

د طالبانو په واکمنۍ کې پر افغان سېکهانو او هندوانو خونړي بريدونه هم وشول چې مسؤليت يې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی.
د طالبانو په واکمنۍ کې پر افغان سېکهانو او هندوانو خونړي بريدونه هم وشول چې مسؤليت يې داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی.

ښاغلي چندوک وویل چې اوس یوازې ۴۳ افغان سېکهان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي چې هغوی هم ټول د هند ویزې لري او ژر به نوې ډهلي ته انتقال شي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغان سېکهانو او هندوانو لسګونه کورنۍ هندوستان ته کډه شوې او دا لړۍ وروسته له هغه چټکه شوه چې په کارته پروان کې د غبرګولي په ۲۸مه د سېکهانو ګوردواره تر برید لاندې راغله او لږ تر لږه دوه کسان په‌کې ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.

داعش د هغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG