د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

کابل کې د ځینو افغان هندوانو او سېکهانو تازه فریاد؛ زورواکو یې ځمکه غصب کړې


ارشیف، یو شمېر افغان سېکهان او هندوان
ارشیف، یو شمېر افغان سېکهان او هندوان

په کابل کې یو شمېر افغان هندو او سېک لږکیو، د دوی د ځمکو د غصب په تړاو غږ پورته کړی.

په کابل کې یو شمېر افغان هندوان او سېکهان ادعا کوي، د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې یې ۱۰ جریبه شخصي ځمکه د ځینو زورواکو له لوري غصب شوې او غواړي هلته پرې جومات جوړ کړي.

د ادعا کوونکو له لوري رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي: "له بده مرغه زموږ تقریباً ۱۰ جریبه ځمکه چې د ارزان قیمت په محبس څلورلارې کې موقعیت لري او موږ شرعي قبالې هم په لاس لرو د یو شمېر خلکو له‌خوا نیول شوي او غواړي چې جومات په‌کې جوړ کړي، د ښاروالۍ په ماستر پلان کې ویل شوي چې په دې ځمکه باید بلاکونه جوړ شي، جومات نه‌دی پلان شوی، د اسلامي شریعت پر بنسټ چېرته چې جومات جوړېږي لومړی باید هغه ځمکه جومات ته وقف شي یعنې بخشش شي."

د سېکهـ لږکیو یو استازي نادر رحیمي په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل دا ځمکه شخصي ده، خو د زورواکو له لوري غصب شوې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "دا ځمکه شخصي ده، یوه برخه‌یې ۷۶ جریبه او بله‌یې ۴۴ جریبه ځمکه ده، کله چې مخکې ښاروالۍ پرې ماستر پلان جوړ کړ نورې ځمکې یې خلکو ته د کورونو لپاره ووېشلې او دا ۱۰ جریبه چې د سېکهانو ده د ماستر پلان له مخې دا د بلاک یا لوړې ودانۍ جوړولو لپاره ده، خو اوس د ځینو خلکو له لوري ښاروالۍ ته ویل شوي چې دا دولتي ځمکه ده او جومات پرې جوړوي، په داسې حال کې چې موږ یې شرعي قبالې په لاس لرو."

کابل کې د افغان سېکهانو او هندوانو یوه ګوردواره
کابل کې د افغان سېکهانو او هندوانو یوه ګوردواره

دوی له مسؤلینو غواړي چې د دوی غصب شوې ځمکې بېرته وروګرځوي.

د کابل ښاروالۍ د رسنیو برخې مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې د یادې سیمې د ناحیې له مشرانو سره‌یې دا موضوع څېړلې، خو د دوی په خبره، تر دې دمه دغو سېکهـ افغان لږکیو د دې مسئلې په اړه ورته مراجعه نه‌ده کړې.

خو د هندوانو او سېکهانو استازي ادعا کوي چې دوی په ځلونو هم اړوندې ناحیې او هم امنیتي حوزې ته مراجعه کړې، خو غږ یې چا نه‌دی اورېدلی.

طالبان بیا وایي ټولو افغانانو ته به‌یې حقونه ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د رسنیز ټیم یو غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دوی د حکومت د وزیرانو شورا له پرېکړې وروسته ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې غصب شویو ځمکو په اړه دې څېړنې وکړي او له تثبیت کېدو وروسته دې حقدارو او اصلي خاوندانو ته وسپاري.

ښاغلی کریمي وايي: "ټولو اړونده کمېسیونونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې ټول غصب شوي ملکیتونه تثبیت کړي، ان‌شاءالله دا ځمکې به په خپل وخت سره خپلو اصلي مالکینو ته سپارل کېږي، د اسلامي امارت مسؤلین په دې برخه کې جدي دي او دا ځمکې به په وخت سره بېرته راوګرځول شي."

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د یادونې ده چې په افغانستان کې افغان هندوانو او سېکهانو مخکې هم په څو ځلي، د دوی د ځمکو د غصب په اړه غږ پورته کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال محدود شمېر افغان سېکهان او هندو لږګي په افغانستان کې مېشت او له تېرو وروستیو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د دوی د امنیت د نه‌خوندیتوب او د حقونو د نه‌ورکولو له امله‌یې په زرګونه کورنۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

د وروستیو معلوماتو او د ازادي راډیو د راپورونو له مخې، د جمهوریت حکومت تر وخت په ټول افغانستان کې شااوخوا ۳۰۰ افغان هندو او سېکهـ کورنۍ پاتې وې، خو دا معلومات نه‌شته چې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره او د دغو لږګیو څومره شمېر دا مهال په دغه هېواد کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG