د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

یو شمېر وسله‌والو کابل کې د افغان سېکهانو پر یوې ګوردوارې برید کړی


ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د کابل پر یوې ګوردوارې وسله‌واله حمله
ارشیف، د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د کابل پر یوې ګوردوارې وسله‌واله حمله

د افغانستان سېکهان وايي، یو شمېر وسله‌والو د کابل په کارتې پروان کې د دوی پر مذهبي ځای "ګوردوارې" برید کړی او د دوی د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان رسولی دی.

دوی وايي، په افغانستان کې له ځینو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د دې مذهبي ځای مسؤل ګورنام وايي، دوی نه‌پوهېږي چې دا برید چا کړی.

په هغه تازه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ادعا شوې چې یو شمېر وسله‌وال طالبان پر دې ګوردوارې برید کوي، ځیني سېکهان وهي او د دې ځای امنیتي کمرې ماتوي.

طالبان بیا وايي، دا پېښه په جدي ډول څېړي.

دې پېښې افغان سېکهان او هندوان ډېر اندېښمن کړي او وايي، دا پېښه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د دې مذهبي ځای یا ګوردوارې رئیس ګورنام د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل، دې پېښې د خپل امنیت په اړه د دوی اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

یوه افغانه سېکهـ مېرمن چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې په کابل ښار کې پر یوه ګوردواره حمله کې ټپي شوې ده.
یوه افغانه سېکهـ مېرمن چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې په کابل ښار کې پر یوه ګوردواره حمله کې ټپي شوې ده.

ګورنام زیاتوي: "د سې شنبې په ورځ نږدې درې یا هم درې نیمې بجې ۱۵ تر ۲۰ وسله‌وال دې مذهبي ځای ته ورننوتل او ساتونکي یې وتړل. دوی امنیتي کمرې هم ماتې کړې. دوی نږدې نیم ساعت ګردواره کې وو. تر اوسه د اسلامي امارت امنیتي مسؤلانو موږ ته نه‌دي ویلي چې دوی غله وو، که طالبان."

په ورته وخت کې یو افغان سېکهـ شیمي سېنګهـ چې په هند کې اوسېږي وايي، دوی د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي او دا وضعیت په یوه ډول د مذهبي ازادۍ پر وړاندې د محدودیت وضع کول دي.

په کابل کې د افغان سېکهانو پر دې مذهبي ځای دا ډول برید د افغانانو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

هاخوا د طالبانو په مشرۍ حکومت، د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د سېکهانو پر مذهبي ځای یا ګوردوارې برید په جدي ډول څېړل کېږي، خو ښاغلي کریمي په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

لا دا هم معلومه نه‌ده چې د هندوانو او سېکهانو په دې مهم عبادت‌ځای د دې شوي برید تر شا د چا لاس دی.

افغان هندوانو او سېکهانو تل په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د ناوړه چلند او تاوتریخوالي غږ پورته کړی دی.

ننګرهار کې په ۲۰۱۸ کال کې په یوه چاودنه کې یو وژل شوی افغان سېکهـ
ننګرهار کې په ۲۰۱۸ کال کې په یوه چاودنه کې یو وژل شوی افغان سېکهـ

دوی له دې وړاندې هم ویلي، بشري حقونو ته‌یې هغه ډول چې اړینه ده احترام نه‌کېږي. د دې ترڅنګ د خپلو مذهبي عبادتونو پر ځای کولو کې هم له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

افغان هندوان او سېکهان په تېره کې د یو شمېر خونړیو بریدونو شاهدان هم دي. په وروستي برید کې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵مه د کابل په زوړ ښار کې د دوی پر مذهبي عبادت‌ځای وشو، د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې په لسګونه کسان تپیان او ووژل شول.

د یاد برید مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG