د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

مایکل مک‌کال: د افغان ښځو وضعیت خراب شوی


د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نجونو او ښځو د کار او زده کړو تر سختو محدودیتونو وروسته د غبرګونونو په دوام د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

مک‌کال دا څرګندونې استازو جرګې ته، واشنګټن کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړي دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخیستل شوې، ښوونځیو ته نه‌شي تلای او ان بې له محرمه د سفر اجازه هم نه‌لري.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په خبرپاڼه کې په افغان نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو، پارکونو ته یې په تلو بندیز، نادولتي موسسو کې یې د کار مخنیوي او په دوی یو شمېر نور بندیزونه هم یاد شوي.

د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

خبرپاڼه د مک‌کال له قوله لیکي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبانو په کې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تلو مخه نیولې.

مک کال په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې رویا رحماني ته بلنه ورکړې چې راتلونکې اونۍ د امریکا ګانګرس ته د هغه ځانګړې مېلمنه شي.

نوموړي ویلي: "زه هیله لرم چې دې مجلس ته د اغلې رحماني بلنه به افغان مېرمنو ته دا پیغام ورسوي چې دوى هېرې شوې نه دي. موږ به هڅه وکړو چې له هغه کسانو سره حساب کتاب وشي چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي او له هرې ممکنې لارې له افغان مېرمنو سره مرسته کوو."

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، طالبان له امریکا او افغانانو سره د کړیو ژمنو په نه عملي کېدو ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به غبرګونونه ولري.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي

نوموړي په امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو له دوحه او د کابل له نیولو وروسته ژمنې وکړې چې په مسوولانه توګه به حکومت کوي او د ښځو او نجونو رامنځته شوي پرمختګ ته به ژمن وي، خوپه خبره یې، اوس لیدل کېږي چې طالبان له دې هر څه سرغړونه کوي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاندویانو په دې اړه وپوښتل، خو د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې، خو دوی وړاندې تر دې امریکا دوحې هوکړې ته په نه ژمنیتا تورنه کړې.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له واک له ترلاسه کولو وروسته سم دستي د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او په وروستي اقدام کې یې دوی له پوهنتونونو او په نادولتي موسسو کې له کار هم راوګرځولې.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرايي رییسې سیما باهوس په یو تازه ټوېټ کې ویلي، طالبان باید د ښځو او نجونو بشري حقونه بېرته ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي: "موږ باید د خپلو افغان خویندو ترڅنګ ودرېږو."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG