د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

توماس نېکلاسن: د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره کومه لاره شتون نه‌لري


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، که څه هم دوی نه‌غواړي افغانستان منزوي کړي، خو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره کومه لاره شتون نه‌لري.

يوه مېرمن چې د دريو ماشومانو مور ده، وايي طالبانو څو مياشتې وړاندې، کار ته له تلو منع کړې ده.

دا مېرمن چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، د کندز په یوه لیرې سیمه کې یې له يوه نادولتي مؤسسې سره په روغتيايي برخه کې کار کاوه.

"موږ دې ته اړ شو چې د کور سامانونه خرڅ کړو، تر څو د کور لګښتونه پوره کړو

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې د دندې او عايد له لاسه ورکول به يې دې ته اړه کړي چې له هېواده بهر ولاړه شي.

نوموړې وايي: "موږ دې ته اړ شو چې د کور سامانونه خرڅ کړو، تر څو د کور لګښتونه پوره کړو، که حالات همداسې دوام وکړي او د کار کولو اجازه رانه‌کړل شي، نو مجبوره يو چې پردي ملکونو ته ولاړ شو، څو موږ او ماشومان مو له لوږې مړه نه‌شو. موږ ټولې ښځې په کورنو کې يو، په رواني ستونزو اخته شوي يو. موږ په ويره او وحشت کې ژوند کوو."

ارشيف
ارشيف

د طالبانو پر حکومت له ډېر فشار وروسته اوس په ځینو ولایتونو کې لږ شمېر ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې بېرته په نا دولتي ادارو کې کار وکړي.

يوه بله مېرمن هم چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، په هرات کې په یوې نادولتي ادارې کې کار کوي.

"موږ چې په دفتر کې کار کوو، ان له دفتر څخه بهر نه‌شو وتلی

دا وايي، کار ته د دوی راستنېدل له ډېرو محدوديتونو سره دي.

نوموړې وايي: "موږ چې په دفتر کې کار کوو، ان له دفتر څخه بهر نه‌شو وتلی، موږ ته ډوډۍ دننه دفتر ته راوړي، باید مکمل حجاب وکړو، ماسک واغوندو، له نارینو همکارانو سره مو مخامخ خبرې نه‌شو کولای د انټرنټ او ټلیفون له لارې اړیکې نیسو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اسد خان او د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره تر کتنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، په نادولتي ادارو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار کولو لګول شوي بندیزونه به اړمنو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته جدي زیان ورسوي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړه، په دې ناسته کې دوی د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو او د افغانانو د بشري حقونو او ازادۍ د ملاتړ هرکلی کړی دی.

نوموړي لیکلي، چې دوی نه‌غواړي افغانستان منزوي کړي، خو طالبان به هم په رسمیت ونه پېژني.

خو طالبان وايي، د دوی د حکومت په رسمیت پېژندنه د ډېرو ستونزو د حل لپاره اړینه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ښه لاره دا ده چې له ډیپلوماتیکو لارو د افغانستان په رسمیت پېژندلو په لور مخته راشي، دا هغه څه دي چې ستونزې هواروي، نه دا چې په رسمیت ونه پېژني او خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي."

خو هغه په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د افغانستان لپاره د د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په پاکستان کې پر جومات برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا کار یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته، په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ شتون په ډاګه کوي.

خو ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا ویلي، دوی به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او په ټول افغانستان کې بشپړ حاکمیت لري.

په همدې حال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، په برلین کې یې له خپلو متحدینو سره په دې اړه سلا مشورې کړي چې څنګه کار ته د افغان مېرمنو د راستنېدو له لارې، د حیاتي مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار او سفر پر محدودیتونو سربېره، هغوی په نادولتي دفترونو کې له کار کولو او پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG