افغانستان
سيګار: د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي

سيګار وايي، د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي.
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره مهیا کړي چې د دې پیسو ډېره برخه افغان اتباعو یا کډوالو ته ځانګړې شوې ده.
د سیګار په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد ډالره هم شامل دي چې په سویس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي.
د سیګار د راپور لهمخې، امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په خپل راپور کې د طالبانو له لوري د ښځو خلاف د اقداماتو په خاطر د کانګریس له غړیو غوښتي چې، باید افغانستان ته بشري مرستې په داسې ډول ورکړل شي چې د طالبانو لاس ته ونه رسیږي.
سیګار په دې اندېښنه ښوولې چې طالبان له دغو مرستو څخه د مالیې او یا د جواز د صدور په بڼو عاید ترلاسه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
فوټبال؛ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان سیالان په ډاګه شول

د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالیو پچه اچونه بشپړه شوه چې، افغانستان به په ب ګروپ کې له قطر، ایران او سویلي کوریا سره سیالۍ کوي.
دغه پچه اچونه نن پنجشنبه ترسره شوه او په پلان کې ده چې، د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې له ۱۵ نېټې د جولای تر ۲یمې نیټې په تایلينډ هېواد کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس چې افغان لوبډله به خپلې ټولې ګروپي سیالۍ د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره کړي.
یاد فدراسیون له لوري خپرو شويو مالوماتو کې راغلي: "د دغو سیالیو ۴ غوره لوبډلې به د اسیا په کوربهتوب د ۱۷ کلنو په نړیوال جام کې ګډون وکړای شي."
د ویلو ده چې په لومړي ځل د ۱۶ کلنو ځوانانو پر ځای د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ دا سیالۍ پيليږي.
د افغانستان کمعمره لوبډلې بنګلهدېش ته په پایلوبه کې د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او بنګلهدېش تر ۱۹ کلونو کمعمره ملي لوبډلې دمګړۍ د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې لوبه کوي، چې افغانستان خپله توپ وهنه بشپړه کړه او ۱۴۳ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې.
همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې.
د بنګلهدېش د کمعمره لوبډلې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي محفوظ الرحمن بیا ۶ افغان لوبغاړي وسوځول.
بنګالۍ لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې هم ګډون درلود.
د طالبانو حکومت: د نوي کال له پيله تر دې دمه د طبيعي پېښو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د نوي لمریز کال له پيله د زلزلو او سېلابونو له کبله ۱۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي نن پنجشنبه رسنیو ته په لېږل شوي ویډیوي پيغام کې د دغو زیانونو په اړه ویلي: "د بارانونو، سېلابونو او زلزلې له کبله د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې تر اوسه په ۲۲ ولایتونو کې له بده مرغه ۱۳ کسان شهیدان، دوه اویا کسان ټپیان، ۱۸۹۳ کورونه نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي او ۲۴۷۰۰ جریمه کرنیزه ځمکه تخریب شوې."
رحیمي وویل، دوی زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې رسولي، خو دا جزیات یې نهدي ورکړي چې څومره شمېر کسانو ته څه ډول مرستې ورکړل شوي دي.
له تېرۍ اوونۍ راهیسې د افغانستان په نږدې ټولو سیمو کې د ورښت څپه راغلې چې ورسره هوا هم سړه شوې ده.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماخوستن په افغانستان کې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه پنځه درجې زلزله هم وشوه چې وروسته ورځو کې یې نور ټکانونه هم حس شوي دي.
طالبانو د ۱۰۵۰ ميله وسلو د ترميم خبر ورکړی

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، شاوخوا ۱۰۵۰ میله بېلابېلې وسلې یې ترمیم کړي.
د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، دغه وسلې د دوی د تخنیک مدیریت ورکشاپ د خفیفه اسلحو د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او کارونې ته چمتو شوې دي.
په بیان کې راغلي چې په دغو وسلو کې (روسي او امریکایي دهشکې، راکټان، بېلابېل ډوله ثقیلان، کلاشینکوفونه ام ۴، ام ۱۶) او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.
تر دې مخکې يادې قول اردو د ۳۰۰ ویجاړ شوو نظامي وسایطو د جوړېدو خبر ورکړی و.
دا په داسي حال کې ده چې د متحدو ایالتونو یوې دولتي ادارې د دغه هېواد کانګرس ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې، امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي دي.
د طالبانو حکومت د اوږدو لارو په هر سل کيلومترۍ کې جوماتونه جوړوي

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې، د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، د طالبانو د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې، هر جوړېدونکی جومات باید د نارینه او ښځینهو لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتیاوې ولري او ساتنه یې وکړي.
د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ دې غونډه کې همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې دې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره ځایونه مشخص او خپله څېړنه دې د کابینې له غونډې سره شریکه کړي.
د طالبانو حکومت د لویو لارو په اوږدو کې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره اقدام داسې مهال کوي چې په هېواد کې د ننه د هوا له لارې د لیرې سفرونو په برخه کې د ستونزو له امله اوس ډېری خلک د ځمکې له لارې په بسونو او نورو مسافر وړونکو موټرو کې سفر کوي.
اروپايي ټولنې کابل ته سل ټنه طبي توکي او درمل استولي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.
دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسېدلې.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸مه کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیز له لارې افغانستانه رسېدلې.
دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د کړکېچ نړيواله ډله: د ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده

د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده.
دغې ډلې پرون چهارشنبه (د مارچ نهه ویشتمه) په خپل یوه راپور کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو فکري ملګري بللي او ویلي یې دي، له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستاني کې بریدونه ډېر شوي دي.
راپور کې راغلي، پاکستان کې پر پولیسو له دوو خونړیو بریدونو وروسته چې یو یې د جنورۍ په دېرشمه په پېښور او بل یې فبروري میاشت کې په کراچۍ کې وشو، د امنیتي ځواکونو د څارنې اقدامات جدي شوي دي.
راپور د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیا څانګې د سلاکارې سمینه احمد لهخوا خپور شوی دی.
تر دې وړاندې ګڼو پاکستاني چارواکو هم تور پورې کړی چې، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او په وار وار یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې چاته زیان نه پېښیږي.
افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د هڅو منځګړیتوب هم کړی، خو پاکستاني طالبانو تېره نومبر میاشت کې له خپل حکومت سره کړی اوربند مات کړ.
د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ تر څلور ميليون ډېرې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیوایچاو) وایي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوي دي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبه په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کمعمره ماشومان دي.
په راپور کې سړه هوا د دغو ناروغیو اصلي لامل بلل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د تنفسي ناروغیو له کبله د مړینې ارقام نهدي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په ټول افغانستان کې د دوی د طبي پرسونل چارې روانې دي او ګڼو ناروغانو ته انټي بیوټیک درمل تجویز شوي دي.
د طالبانو حکومت: وروستيو سېلابونو څه باندې نهه سوه کورونه ويجاړ کړي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې نهه سوه کورونه ویجاړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا سېلابونه د سر زیان هم لري او په خبره یې د زیانونو ارقام لومړني دي.
نوموړي وويل: "د حمل له اولې څخه تر اوسه پورې سېلابونو نهه سوه کورونه تخریب کړي دي، درې تنه شهیدان لرو او په ټوله کې ۲۲ زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده."
دغه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي چې، د هېواد مرکزي سیمې او ټول زونونه پهکې شامل دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم ویلي چې، مرسته کوونکې ادارې د سېلابونو د اغېزو او بېړنیو مرستو په ارزونه کار کوي.
کرکټ؛ راشدخان یو وار بیا د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ اچونکی شو

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړو پرمختګونه کړي دي.
په دې اعلان شوې درجه بندۍ کې راشدخان اول، فضل حق فاروقي درېیم او مجیب الرحمن اتم مقامونه نیولي دي.
وروسته له هغې چې افغانستان د ۳ شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې پاکستان ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه، د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بنديو کې هم بدلون راغی.
د خان د درجه بندۍ نومرې ۷۱۰ ته پورته شوي دي او له سریلانکايي توپ اچونکي هسرنګا ۱۵ نومرې مخکې دی.
د فضل حق فاروقي او هسرنګا ترمنځ بیا یوازې د ۳ نومرو فاصله ده.
د شل اوریزو سیالیو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې بیا هېڅ افغان لوبغاړي پرمختګ نه دی کړی او یوازېنی مخکښ افغان توپ وهونکی رحمن الله ګربز دی چې ۱۸م مقام لري.
د ویلو ده چې د لوبډلو تازه درجه بندي لا نه ده اعلان شوې، افغانستان اوسمهال په شل اوریزو سیالیو کې لسم مقام لري.