د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امريکا: طالبان دې بشري حقونو ته د درناوي پرته د نړيوالې ټولنې د ملاتړ تمه نه‌لري


ارشيف
ارشيف

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان نه‌شي کولای چې له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راشي او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه کېدو تمه ولري.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، طالبان دې تر هغه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ تمه نه‌لري، تر کله چې د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی و نه‌کړي.

طالبان په پرله‌پسې ډول له نړیوالو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي

نوموړي ويلي: "طالبان په پرله‌پسې ډول له نړیوالو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، خو تر ټولو مهمه دا چې دوی هغه ژمنې هم ماتې کړي چې له افغانانو سره یې کړي. تاسې باید له طالبانو وپوښتئ چې د هغو سختو پرېکړو تر شا چې دوی نیولي، څه شی دي. شاید طالبان دا فکر ولري چې دوی دا کار کولای شي چې له یوې خوا په خپلو خلکو ظالمانه، سخت او ځپونکي بندیزونه ولګوي او هم وغواړي چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ډاډ هم ورکوي چې، دوی به د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو او د بنسټیزو ازادیو د خوندیتوب لپاره هر ډول هڅې وکړي.

نېډ پرايس
نېډ پرايس

نېډ پرایس دا هم وویل، دوی د نړۍ له لسګونو هېوادونو سره د طالبانو د کړنو په اړه مشورې کوي او لکه د پرون په څېر چې د دې ډلې په غړو یې د ویزو بندیزونه ولګول، خپلې پرېکړې روښانه کوي.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه د متحده‌ایالاتو په خپل تازه غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیر دولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې بندیزونه لګوي.

"په طالبانو د ویزو محدودیت یو ښه پیل دی

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل د متحده ایالاتو دا بندیزونه وغندل او وې ويل چې، دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ په وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

په همدې حال کې د متحده‌ایالاتو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه بیا پر طالبانو د امریکا نوي بندیزونه کافي نه بولي.

دې کمېټې تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په طالبانو د ویزو محدودیت یو ښه پیل دی، خو د بشپړ منلو تر حده نه‌دی."

د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه زیاتوي، طالبان باید د بشري حقونو د نقض او له ترهګرۍ د ملاتړ له امله د امریکا متحده‌ایالاتو او نړیوالې ټولنې له‌خوا سخت بندیزونه احساس کړي.

هاخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن چې پاکستان ته تللی او هلته یې له چارواکو سره کتلي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو بندیزونه به تر ټولو ډېر اړمن افغانان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې په خورا بد وخت کې دي، ډېر زیانمن کړي.

نیکلاسن د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا او د بشري حقونو او د افغانانو د بنسټیزو ازادیو په خوندیتوب هم ټینګار کړی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت غبرګون ولرو خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG