د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

ای‌پي‌سي: څلور مليونه افغان ماشومان او ښځې د شديدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي


ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ نړیوال سازمان (ای‌پي‌سي) وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو به په افغانستان کې څلور ملیونه ماشومان او ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

حبیب الرحمن رحماني، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی، د هغه اته میاشتني ماشوم پلار دی چې د خوارځواکۍ له امله له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر دی.

"زما ماشوم په خوارځواکۍ اخته دی، د مور شیدې یې کمې دي

ښاغلي رحماني ازادي راډیو ته وویل، د ماشوم د مور روغتیایي وضعیت هم ښه نه‌دی، نو له همدې امله یې مور نه‌شي کولی چې ماشوم پر خپلو شیدو موړ کړي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه یې خوارځواکي ماشوم سره هیڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

نوموړی وايي: "زما ماشوم په خوارځواکۍ اخته دی، د مور شیدې یې کمې دي، دا څو ورځې کېږي، چې په روغتون کې بستر دی، تر اوسه دولت او مؤسسو له موږ سره مرسته نه‌ده کړې، موږ له مؤسسو غواړو چې د ماشومانو په خاطر لاس په کار شي او له دوی سره مرسته وکړي."

د هلمند ولایت اوسېدونکي، احسان الله ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې یې ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

ښاغلی احسان الله وايي: "دلته ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي، ځکه میندو ته یې ښه خواړه نه رسیږي او هغوی ماشوم ته کافي شیدې نه‌شي ورکولی، له همدې امله په خوارځواکۍ اخته کېږي. موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه مؤسسو غواړو چې زموږ ماشومانو ته مرسته وکړي."

"دلته ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي، ځکه میندو ته یې ښه خواړه نه رسیږي

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ نړیوال سازمان (ای‌پي‌سي) تازه ارزونه ښیي چې، د روان میلادي کال تر اپریل میاشتې به په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي او دوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ای‌پي‌سي د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د دې سازمان اټکل ښیي، چې همدا اوس ۸۷۵ زره ماشومان په افغانستان کې له شدیدې ځوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې سازمان اټکل ښیي چې اوس مهال په متوسطې خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر دوه ملیونه او ۳۴۷ زره کسانو ته رسیږي چې له دې شمېر د ۸۰۴ زره هغه یې امیندوارې ښځې او هغه میندې دي، چې ماشوم ته شیدې ورکوي.

کندهار کې په يوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان، انځور - ارشيف
کندهار کې په يوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان، انځور - ارشيف

د خوړو د خوندیتابه سازمان په دې څېړنیز راپور کې راغلي، چې بدخشان او پکتیکا ولایتونه د خوارځواکۍ په څلورم فاز، یا بحراني وضعیت کې دي.

بادغیس، بغلان، بلخ، فراه، فاریاب، غزني، غور، هلمند، جوزجان، کابل، کندهار، کاپیسا، کونړ، لغمان، لوگر، ننگرهار، نیمروز، نورستان، پنجشېر، پروان، ارزګان او زابل په دریم فاز، یا د خوارځواکۍ له جدي حالت سره مخ دي.

کافي او انرژي لرونکو خوړو ته نه لاس‌رسی د خوارځواکۍ اصلي لامل بلل شوی او په دې راپور کې راغلي چې له ۴۵ تر ۵۵ سلنه کورنیو ماشومان ټیټ کیفیت لرونکي خواړه خوري او یوازې ۱۶ سلنه ماشومان د قناعت وړ خواړه ترلاسه کوي.

ناوړه ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي وضعیت، طبیعي پېښې، له دې جملې وچکالي او سېلابونه، د دې ستونزې اساسي لاملونه بلل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG