د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

اوچا: افغانستان کې ښځو او ماشومانو کې د نس‌ناستې ناروغي ډېره شوې


د افغانستان يو روغتون، انځور - ارشيف
د افغانستان يو روغتون، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د اسهال یا نس‌ناستې ناروغي ډېره شوې ده.

په کابل کې یو شمېر هغه کورنۍ چې پاکې اوبه‌ نه‌لري وايي، د تېر په پرتله یې اولادونه زیات په دې ناروغۍ اخته شوي چي دوی یې اندېښمن کړي دي.

۳۶ کلنه شکېبا چې درې ماشومان لري وايي، له تېرو درې اوونیو راهیسې یې درې واړه بچیان اسهال دي، خو د درملنې وس یې نه‌لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "څو ورځې کېږي چې اولادونه مې اسهال دي. مېړه مې بې‌کاره دی. د ډاکټرانو فیس هم ډېر لوړ دی، د کور خرچ هم نه‌لرو، پاتې خو لا دا چې اولادونه ډاکټر ته یوسوو. اولادونه مې ډېر کمزوري شوي. وېرېږم چې مړه نه‌شي. نه پوهېږم څه وکړم."

د شکېبا په خبره، کور کې د اوبو لپاره کوهی لري، خو اوبه یې پاکې نه‌دي.

د کندهار په يوه روغتون کې يو ناروغ ماشوم، انځور - ارشيف
د کندهار په يوه روغتون کې يو ناروغ ماشوم، انځور - ارشيف

شکېبا وايي، اقتصادي ستونزې لري او مجبور دي چې له همدې کوهي اوبه وڅښي، هغه چې د دې په خبره، ماشومان یې هم ورته ناروغه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له مې میاشتې د جنوري تر ۱۴مې نېټې په افغانستان کې د ډي‌هایډرېشن یا په بدن کې د اوبو کمي ۲۴۸زره پېښې ثبت کړي.

د ۲۰۲۲ کال له مې میاشتې د جنوري تر ۱۴مې نېټې په افغانستان کې د ډي‌هایډرېشن ۲۴۸زره پېښې ثبت شوي.

له دې شمېرو ۱۳۷ زره ۵۳۶ له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان او ۱۲۳ زره ۹۰۱ تنه یې ښځې دي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، د اسهال ناروغي یا (AWD) دا ډول پېښې او تر څنګ یې په بدن کې د اوبو د کمي یا ډي هایډرېشن د ۲۰۲۲ کال د مې په ۴مه په کندهار کې ثبت او وروسته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ۱۷۵ ولسوالیو ته ورسېدې.

له دې وړاندې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د لیندۍ په میاشت کې ویلي و چې، په افغانستان کې وروستیو کې ۸۷۵ زره ماشومان له ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسې هم موده وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه ماشومان د خوړو د کمښت له امله ډېر خراب ژوند لري.

دې ادارې دا هم ویلي و، چې هره ورځ ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ماشومان وږي پاتې کېږي او دوی بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر رامز الاکبروف هم ویلي و، په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ پېښې ۲۸ ولایتونو ته رسېدلي دي.

د هغه په خبره، درې نیم میلیونه ماشومان همدا اوس روغتیايي او غذايي برخه کې لاس‌نیوي ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG