د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

په افغانستان کې زېږونونو ترمنځ د واټن نه مراعتول کومې ستونزې رامنځته کوي؟


ارشیف: کندهار ولايت کې يو روغتون
ارشیف: کندهار ولايت کې يو روغتون

په افغانستان کې په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو کې د دوو زېږونونو ترمنځ واټن نه مراعتېږي چې مور او ماشوم ته ګڼې روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.

د جلال اباد اوسېدونکې نفیسه چې له واده یې لس کاله کېږي او د شپږو ماشومانو مور ده وايي، په زېږون کې د کم واټن راوستلو له امله خپله او ماشومان یې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

نفیسې ازادي راډیو ته د دې کار د لامل په اړه وویل، خاوند یې د پلار او مور یواځینی اولاد دی، له دې امله غواړي چې ډېر ماشومان ولري.

هغه زیاتوي: "یو ماشوم مې اوه میاشتنی پیدا شو بیا وروسته د درېیو ورځو و چې مړ شو. اولادونه مې شير په شیر دي، ټول واړه پاتې دي او ډېر ضعیفه دي. ډاکتر ته مې یو وار بیولي وو، ویل یې شیر په شیر دي ځکه ضعیف او کم خونه دي. زه خپله هم کم خونه یم، اعصاب مې هم خراب وي، ماشومانو شور ته مې ماغزه خراب شي. ډاکتر ویلي و، چې میوې او ښه خواړه وخورئ. پیسې نه شته غریبي ده له کومه به شي."

د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنې له مخې، میندې باید د هرې امیندوارۍ تر منځ لږ تر لږه ۱۸ میاشتې واټن مراعت کړي.

د امریکا د طبي ټولنې په ژورنال کې چې د کولمبیا پوهنتون څیړونکو لخوا لیکل شوی راغلي، که د ماشومانو تر منځ واټن له ۱۸ میاشتو کم او یا له پنځو کلنو زیات وي، د بل ماشوم راوړل د ډېرو ستونزو لامل کېږي.

په دې څېړنه کې، د مور عمر او حتی د هغې ټولنیز اقتصادي وضعیت په پام کې نیول شوی دی.

دوی په دې باور دي چې که د امیندوارۍ ترمنځ وقفه له ۱۸ میاشتو څخه کمه وي، د وخت څخه مخکې د زېږون خطر ۴۰ سلنه او د زېږون کم وزن احتمال ۶۱ سلنه ډېرېږي.

ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي بخش یوه څنډه
ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي بخش یوه څنډه

د کابل په شینوزاده روغتون کې د نسايي ولادي برخې متخصصه ډاکتر نور یه مشکل هم، د سر په سر زېږون او واټن نه مراعتولو له امله دستونزو د رامنځته کېدو په اړه وايي: "د ولادت ترمنځ کې د وقفې نه مراعتول په لومړي قدم کې د مور او ماشوم د مړینې کچه زیاتوي، په مور کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي چې د هغو څخه یوه یې کم خوني ده، چې کم خوني د ولادت په وخت کې د خونریزي لامل کېږي. د دې تر څنګ د دغو میندو معافیت د نورو ناروغیو پر وړاندې ټیټ وي او په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي. کومې میندې چې په کم خوني اخته وي ماشومان يې هم کم خونه او ضعیفه وي. د دې ماشومانو وزن کم وي. دا ماشومان خوارځواکي وي او تر یو کلنې پورې د مړینې کچه په دوی کې زیاته وي.

اغلې مشکل زیاته کړه چې هغه میندې چې د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتوي په بېلابېلو ناروغیو لکه، د زړه عدم کفایه، بولي او تناسلي ناروغیو او د هډوکو نرموالي، باندې اخته کېږي.

نوموړې وایي چې دولت باید په جوماتونو کې د جمعې ورځې په خطبې کې په دې اړه د نارینه وو پوهاوی زیات کړي ځکه په شریعت کې هم د دوه زېږونونو ترمنځ د واټن مراعتولو یادونه شوې او د عامې روغتیا وزارت باید یو شمېر مبلغینو ته ټرېنېنګ ورکړي چې په کلیو کې خلک د دې واټن د مراعتولو په ګټو، لارو چارې او میتودونو وپوهوي.

دا چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه کړي، د دغه وزارت ویاند شرافت زمان مو وپوښت، خو له ژمنې سره سره یې د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه معلومات شریک نه کړل.

ډاکتران په ټینګار سره وايي چې دوو زېږونونو تر منځ د واټن نه مراعتول او په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې تر ۳۰ میلیونو ډېر ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه شان په دې وروستیو په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان یا سیف د چلډرن ویلي چې تر اویا زرو زیات خوارځواکي ماشومان د دوی تر درملنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG