د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

عامې روغتيا وزارت د میندو د خوندیتوب ورځ ولمانځله


د افغانستان د عامى روغتياوزارت د د میندو د خوندیتوب ترعنوان لاندې ملي ورځ، د چهارشنبي په ورځ په كابل كې ولمانځله.

په دې وزارت كې په همدې اړه يوه غونډه جوړه شوې وه چې دهېواد ګڼ شمېر ډاكترانو او د ځينو بهرنيو روغتيايي موسسو استازو په كې ګډون كړى و.

د افغانستان دعامې روغتيا وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي وويل، په هېواد كې د ماشوم د زېږېدلو پرمهال د ميندو او ماشومانو په مړينه كې د پام وړ كموالى راغلي دى.

نوموړي دچهارشنبې په ورځ د میندو د خوندیتوب د ملي ورځي د نمانځلو په غونډه كې وويل، د هغې سروې له مخې چې د هېواد د روغتيايي كاركوونكو او په كابل كې د ملګرو ملتو د ساري ناروغيو د كنترول د ادارې لخوا ترسره شوې ده، ښيي چې، له دوه زره دويم ميلادي كال راهيسې د ماشوم د زېږېدو پر مهال هڅه شوې ده چې مور او ماشوم دواړه له مرګه وژغورل شي.



ډاكتر فاطمي وويل، سره له دې چې په دې برخه كې ستونزې او انديښنې په بشپړه توګه له مينځه نه دي تللي او په ځينو ځايونو كې وسلوالې ډلې د دوى د چارو مخه نيسي خو دوى به په دې برخه كې خپلې مسلكي هلې ځلې لكه څنګه چې دي، همداسې جاري وساتي:

"د هر روغتيايي مركز دروازه به دهېواد دهرې مور او ماشوم لپاره خلاصه وي.موږغواړو چې د ميندو او ماشومانو د مړينې سطحه راټيټه كړو، سره له دې چې موږ ته مخالفين ستونزې پيښوي خو موږ به خپلې ملي، اسلامي او بشري مبارزې ته دوام وركړو."

نوموړي وويل، د ولايتونو په اكثرو ولسواليو كې يې د اميدوارو ښځو د څارنې او پوهولو مركزونه فعال كړي او د دې ترڅنګ يې داسې كلينيكونه هم پرانيستي چې، مور په كې پرته له خطره، ماشوم وزيږوي.

ډاكترفاطمي دا هم وويل، دوى اوس مهال په ټول هېواد كې، هغو ښځو ته چې ماشوم يې پر نس وي ، يا يې ځنډوي او ياماشوم زيږوي، كابو اوه نوي فيصده اسانيتاوې برابر كړي دي.

خو د ځينوعواملو له امله پنځلس فيصده ميندې هم نه حاضريږي چې ګټه ترې واخلي.

ده له ټولو ميندو وغوښتل چې د ماشوم د زېږولو په وخت كې د ې د عامې روغتيا له كلنيكونو او موظفينو څخه مرستي وغواړي.

د ښځو د حقونو یو شمیر کارکونکي هم له نارينه و څخه غواړي چې په داسې خطرناكو پيښو كې دې روغتونو او كلنيكونو ته د ښځو د ورتګ مخه نه نيسي. په دې هكله كريمه مايار اميري وايي:

"دا كلتوري، اقتصادي، جغرافيايي او تعليمي عوامل لري، له ټولو ارګانونو څخه غواړو چې دا ستونزې اوارې كړي همدارنګه له نارينه و څخه غواړو چې د ماشوم د زېږېدو په وخت كې دې، روغتيايي مركزونو ته د ښځو د ورتګ مخه نه نيسي."

سره له دې چې دا وزارت خلكو ته د زياتو روغتيايي خدماتو د برابرولو خبر رکوي ، خو ځينې خلك وايي چې، اوس هم په ډېرو ځايونو، تېره بيا په لرې پرتو سيمو كې خلكو ته روغيتايي خدمات نه رسيږي.

خو د وزارت چارواكي وايي، تر اوسه يې په ټول هېواد كې خلكو ته څه باندې اتيا فيصده روغتيايي مرستې رسولي او هڅه كوي چې د دې مرستو لمن نوره هم وغځوي.
XS
SM
MD
LG