د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په ننګرهار کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې


په ننګرهار کې ۵۵ تنه نجونو د دوو کلونو په دوران کې د قابله ګۍ او نرسنګ په برخه کې له عملي زده کړو وروسته د فراغت سندونه واخیستل.

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې فارغې شوې نجونې به د بیلابیلو ولسواليو په کلینیکونو کې په کار ګمارل کيږي چې له امله به يې د مور او ماشوم په مړینې کې د پام وړ کمی راشي.

د ننګرهار د عامې روغتیا مرستياله ډاکټر مقدسه معراج وايي چې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې به د ختيځ زون په بیلابیلو ولسواليو کې په کار وګمارل شي.

((۵۵ قابله صاحبانې فارغيږي چې ۳۱ نجونې يې د ننګرهار ای ايچ ايس يا روغتیایي علومو له انستتیوت نه فارغې شوي او ۲۴ يې د غني خيلو د قابله ګۍ له ښوونځي څخه فارغې شوي. د غني خيلو له ښوونځي نه چې کوم خویندې فارغې شوي دوی به د ټولنې په کچه ځي او خپلو ضرورتمندانو خویندو ته به خدمات وړاندې کوي))

د نرسنګ او قابله ګۍ له کورسونو څخه فارغې شوې نجونې وايي چې له خپلو زده کړو په بنیاد به د خپلو خویندو خدمت وکړي څو وتوانيږي چې د مور او ماشوم د مړينې په کچې کې کموالی راولي.

د مريم په نامه يوې فارغې شوې وويل چې غواړي په خپله ولسوالۍ او یا هم هر چيرته چې وي،خویندو ته د خدمت مصدر وګرځي.

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې د تيرو لسو کلونو په دوران د نړيوالو روغتيايي موسسو په مرسته د روغتيايي علومو له انستتیوت نه ۲۵۸۰ تنه نجونې او میرمنې په روغتيايي برخه کې روزلي چې ۵۳۲ يې د نرسنګ له برخې او ۳۷۲ يې د قابله ګې په برخه کې روزلي او د ختيځ زون په بیلابیلو کلینيکونو کې يې په کار ګمارلي دي.

د روغتيا د چارواکو په وینا يوه لسیزه وړاندې د يو لک امیداوارو میرمنو څخه په کال ۱۶۰۰ د ولادت په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکولو خو د نرسانو او قابله ګانو په روزلو سره د ولادت په وخت کې د میرمنو د مړينې دا کچه ۳۲۷ ته راټيټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG