د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

په افغانستان كې د مور او ماشوم مړينه يا ګونګۍ سونامي


د افغانستان د عامې روغیتا وزیر د ماشومانو او میندو مړینه په هېواده کې یوه خاموشه سونامي وبلله او د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو له ټولنې یې وغوښتل چې په مخنیوي کې یې لا ډیره همکاري وکړي.

ډاکتر سید محمد امین فاطمي د افغانستان د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د اتحادیې غونډې ته په وینا کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې ټیټوالی او د چاپیریال ساتنه په اوس وخت کې د روغتیا په برخه کې لومړیتوبونه وبلل.:

"زموږ او ستاسو لپاره د میندو د مړینې د کچې را ټیټول د سر لومړیتوب دی، د دغې خاموشه سونامۍ چې مخ په نزول دی، په لا مخنیوي کې باید کار وکړو همداراز د ماشومانو د مړینې د کچې راټیټول.

بله هیله مې دا ده چې د خپل ژوند د چاپیریال په ښه کولو او د هغې د ککړتیا په راکمولو سره کوښښ وکړو چې دغه اتیا فیصده ناروغۍ که د خپرېدو قابل دي او که نه دي، راکمې کړو."

ډاکتر سید محمد امین فاطمي ادعا وکړه چې روغتیايي خدمات په افغانستان کې له هر ډول تبعیض پرته وړاندې کیږي.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په روغتیايي مرکزونو کې د هغو وسلوالو ‌طالبانو درملنه هم کیږي چې د جګړې په مهال ټپیان کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تزرو څو کلونو کې په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه شپږ ویشت فیصده راکمه شوې ده.

خو افغانستان اوس هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمیرل کیږي چې ډېر شمیر ماشومان او میندې په کې د زیږون په مهال مري.

د افغانستان د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د ټولنې چارواکو وویل، چې په هېواد کې د روغتیایی خدماتو د پراختیا او د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د ستونزو د حلولو لپاره کار کوي.

د جمعې په ورځ دغې ټولنې د خپل رهبري هیئت د بیا ټاکلو په هدف په کابل کې عمومي غونډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د ټولنې ویاند ډاکتر شاه محمود محمودي وايي: "موږ یوازې په مهمو مسایلو کې غواړو چې له وزارت سره همکار و اوسو. کله انتقاد کوونکي واوسو او کله هم وړاندیز ورته ولرو."

په تېرو څو کلونو کې د روغیتايي خدماتو پراختیا افغان دولت خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

خو په هېواد اوس هم خلک د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ټیټوالي په اړه شکایتونه کوي او ډیر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان او یا هم نورو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي.
XS
SM
MD
LG