د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د مور په شېدو د تغذيي نړېواله اونۍ پيل شوه


د عامې روغتيا وزيرې ډاكټر ثريا دليل وايي، چې تېر كال په ټول هېواد كې زرګونه ماشومان چې له خوار ځواكۍ سره مخ وو
د عامې روغتيا وزيرې ډاكټر ثريا دليل وايي، چې تېر كال په ټول هېواد كې زرګونه ماشومان چې له خوار ځواكۍ سره مخ وو

د دې اونۍ د پيل په مراسمو كې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اندېښنه وښوده چې په افغانستان كې زيات شمېرماشومان له خوار ځواكۍ يا سويي تغذي سره مخ دي. دوي په دې غونډه كې له ټولو خلكو څخه وغوښتل، چې د مور د شېدو په نړېوالې پيل شوي اونۍ كې ميندې وپوهوي چې خپلو ماشومانوته شېدي وركړي.

د مور په شېدو د تغذيي د نړېوالې اونۍ له پيل سره سم د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي چې په دې هېواد كې يي د ماشومانو د خوار ځواكۍ د مخنيوي لپاره نوي ګامونه اوچت كړي.

د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ډاكټرې ثريا دليل د يكشنبې په ورځ په كابل كې د دې اونۍ د پيل په مراسمو كې وويل، چې دوي هڅه


كوي په ټول افغانستان كې ميندو ته د مور د شېدو د اهميت په اړه معلومات وركړي تر څو خپلو ماشومانو ته تر دوه نيم كلنۍ پورې شېدې وركړي.


ډاكټر دليل وايي هغه ماشومانو ته چې تر ټاكلي مودې پورې د مور شېدې وركول كيږي په ماشومتوب كې له انتاني ناروغيو لكه اسهالات او په لوى والي كې له نورو خطرناكو ناروغېو لكه د زړه، د ويني د لوړ فشار او داسې نورو ناروغيو څخه په امن كې پاتې كيږي:

"په تېرو شپږو مياشتو كې مو په شديده او متوسطه خوار ځواكۍ د يارلس زره اخته ماشومان په ۳۳ ولايتونو كې په ۴۷ مركزونو كې تر درملنې لاندې نيولي.
دليل: په افغانستان كې د پنځه ميليون ماشومانو له ډلې په سلو كې لس نور يي د وزن له كموالي سره مخ دي


همدا راز نږدې پنځه زره اميندواره او شيدې وركونكو ميندو سره مو د تغذيي پروګرامونو له لارې مرسته كړې ده."

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان كې پنځه ميليونه ماشوم دي، چې له دې ډلې څخه په سلو كې ديارلس يي له خوار ځواكۍ سره مخ دي او په سلو كې پنځه يي د دې ناروغۍ له امله مري.

همدا راز د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې په افغانستان كې د پنځه ميليون ماشومانو له ډلې په سلو كې لس نور يي د وزن له كموالي سره مخ دي.

د عامې روغتيا وزيرې ډاكټر ثريا دليل وايي، چې تېر كال په ټول هېواد كې زرګونه ماشومان چې له خوار ځواكۍ سره مخ وو چې درملنه يي شوې ده:

"زما غوښتنه له ټولو والدينو، كورنيو، ديني عالمانو، ښوونكو، دولتي كاركوونكو، روغتيا پالانو، خصوصي سكټور او همكاره موسسو څخه داده چې داسې چاپيريال رامنځته كړي چې مور وكولاى شي په ارامۍ سره خپل ماشوم ته شېدې وركړي او له دې سره جوخت دې د مور تغذيي ته هم پاملرنه وكړي، ځكه چې دا مور هم ډيرې انرژۍ او ارام ته اړتيا لري.

زه له ټولو روغتيا پالانوغواړم چې په ټولنه كې ماشومانو ته د پوډري شېدو، چوشك او شير چوشك د وركولو مخنيوى وكړي او له ديني عالمانو غواړم چې د جمعې ورځې په خطبو كې دې د مورد شېدو د اهميت په اړه خلكو ته معلومات وركړي."

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې هېواد كې يواځې په سلو كې پنځه ديرش ماشومان تر شپږو مياشتو پورې يواځې د مور شېدې خوري او په سلو كې پنځه شپيته نور بيا د مور له شېدو سره نور خواړه هم وركول كيږي چې دا بيا د ماشومانو په روغتيا ناوړه اغيزكوي.

دوى وايي، كه چېرې ماشومانو ته د مور شېدې وركړل شي نو په مړينه كې به يي په سلو كې نولس كموالۍ راشي.

په افغانستان كې په زياترو كورنيو كې د اولادونو ترمنځ لازمه وقفې ته پاملرنه نه كوي چې دا هم د مور له شېدو نه د ماشوم د بې برخې كېدو يو ستر علت بلل كيږي.

ډاكټران وايي كه چېرې نوي زيږدل شوى ماشوم ته د مور اولني شېدې چې د فله په نوم ياديږي وركړل شي نو ماشوم به له هرډول ناروغيو وژغوري او دا شېدې ماشوم ته د واكسين رول لوبوي ځكه چې پروتين په كې موجود دي.

دوي همدا راز وايي، هغه ميندې چې ماشومانو ته شيدې وركوي د سيني د سرطان له ناروغۍ څخه به په امان وي.

راپور : ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG