د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

له درملنې سره سره په يو شمېر ولايتونو کې د 'نس ناستې' ناروغي په چټکۍ سره په خپرېدو ده


هلمند کې د نس ناستې ناروغۍ يو شمېر ناروغان
هلمند کې د نس ناستې ناروغۍ يو شمېر ناروغان

په هلمند، کندهار، دایکنډي او زابل ولایتونو کې خلک او ځايي چارواکي وايي چې د کولرا ناروغۍ د مخنیوي لپاره له هڅو سره سره دا ناروغي مخ په خپرېدو ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې طبي ټیمونه یې هغو سیمو ته تللي چې ناروغي په‌کې خپره شوې خو په کولرا د اخته شویو او ورڅخه د مړو شویو د شمېر په اړه څه نه وايي.

د دې ناروغۍ له کبله د هلمند په باغران ولسوالۍ کې د ۲۰ تنو د مړینې خبر ورکړای شوی او ویل شوي چې نه یوازې په دې ولسوالي بلکې د هلمند، زابل، دایکنډي او غزني په ولایتونو کې سلګونه کسان پرې اخته شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان تېره شپه ازادي رادیو ته وویل: "په هلمند کې د حادو اسهالاتو پېښې رامنځته شوي، له دایکنډي ولایت څخه، د هلمند ولایت له مرکز څخه همدارنګه له کندهار ولایت څخه د پېښو راپورونه لرو خو زموږ طبي پرسونل چې په سیمه کې موجود دی، هڅه کړې چې د ناروغانو درملنه وکړي."

د دايکنډي ولايت نقشه
د دايکنډي ولايت نقشه

د زابل د عامکې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ولایت کې تازه د کولرا ۱۶۰ نورې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي وويل: "په خواشینۍ سره چې یو وار بیا د زابل له بېلابېلو ولسوالیو سیوي، اټغر، شاجوۍ، ښارصفا او مرکز (کلات) څخه د شدید اسهال ۱۸۰ پېښې لرو."

د ډاکتر حکیمي په وینا سیمو ته د طبي ټیمونو د رسېدو له کبله څوک مړه شوي نه دي خو تر دې وړاندې په زابل کې په کولرا د ۲ تنه مړه شوي وو.

د دایکنډي د عامې روغتیا رييس سیداسحاق حسیني ویلي چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې (د جولای ۶) د دغه ولایت په هغو سیمو کې، چې د هلمند له باغران ولسوالۍ سره پوله لري، ګڼ کسان په کولرا اخته شوي دي.

شدید اسهال او استفراق د دې ناروغۍ نښې دي.

هلمند کې د نس ناستې ناروغۍ ډېرې پېښې ثبت شوي
هلمند کې د نس ناستې ناروغۍ ډېرې پېښې ثبت شوي

دی وايي چې د دایکنډي کجران، کیتي او د ولایت مرکز ته طبي ټیمونه استول شوي چې د ناروغانو درملنه وکړي.

په دایکنډي کې تر ۴۰۰ ډېر کسان په روغتون کې بستر شوي دي.

د دایکنډي د روغتیا رييس د هغو سیمو، چې کولرا په‌کې خپره شوې، د اوسېدونکو په قول وايي چې ۱۱ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

په هلمند کې د شاوخوا ۶۰۰ تنو ناروغي تشخیص شوې ده خو ګومان کېږي چې د کولرا په ساري ناروغۍ به په دغه ولایت کې د اخته شویو کسانو شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعلاتو او کلتور رييس حفیظ رشید وايي، یوازې وړمه ورځ د ۸۰ تنو ناروغي تشخیص شوه.

XS
SM
MD
LG