د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

چارواکي: هلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۸ کسان مړه شوي


د هلمند په باغران کې د نس ناستې له امله ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د هلمند په باغران کې د نس ناستې له امله ناروغان تر درملنې لاندې دي.

په هلمند کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې په دې ولایت کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۸ کسان مړه شوي.

په هلمند کې ولایت کې د کولرا یا نس ناستي ناروغۍ په تړاو اقدامات او اندېښنې!

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، په باغران ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لا معلوم نه دی خو مړه شوي یوازې اتلس کسان دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس ډاکتر سید احمد سعید ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "پخواني مرکزونه شته او موږ ورته درې څلور نور هم جوړ کړي دي. له پرون راهیسې موږ وفات کسان نه لرو خو درمل او شاوخوا ۳ ډاکتر په سیمه کې شته دي. موږ تر اوسه ۱۸ کسان مړه لرو او د اخته کسانو شمېر زیات دی. زه چې په کوم مرکز کې یم دلته شاوخوا ۵۰ نفر دي او همداسې په نورو کلینیکونو لس لس او پنځلس پنځلس موجود دي خو اوس حالات کنټرول شوي."

د نوموړي په خبره، اوس سیمه تر کنترول لاندې ده او هڅه کېږي، چې دغه ناروغۍ نورو سیمو ته خپره نه شي.

نوموړی وايي، په مړه شویو ماشومان، ښځې او لویان هم شامل دي.

خو د طالبانو حکومت دولتي اژانس باختر بیا د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله د مړو شویو شمېر ۲۰ کسه ښودلی.

د هلمند ولایت د باغران سیمې اوسېدونکي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د هلمند ولایت د باغران سیمې اوسېدونکي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

باختر اژانس لیکلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي، خو د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا وايي چې د اخته شویو کسانو شمېر لا مشخص شوی نه دی.

د هلمند ولایت د باغران سیمې اوسېدونکي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

له دې ډلې حبیب الله ازادي راډيو ته وویل: "د هلمند ولایت په شمالي ولسوالۍ کې د نس ناستي یا کولرا پېښې مخ په پراخېدو دي او حالات ښه نه دي. د ماشومانو ترڅنګ یې لویان هم مړه کړي دي او دغه حالت د پراخېدو په حال کې دی."

د نوموړي په خبره سره له دې چې سیمه ییزه اداره هڅه کوي څو دغه ناروغي کابو شي خو مرکز باید سر له اوسه د دې ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان په سویل پکتیکا او خوست کې هم په زلزله ځپلو سیمو کې هم د کولرا ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف تېره اوونۍ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو، چې په زلزله ځپلو سیمو کې سلګونه تنه په سخت نس ناستي اخته شوي او ماشومان تر ټولو زیات له دې خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG