د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

یونېسف له اړمنو افغان ماشومانو او میندو سره د مرستې لپاره سیار ټيمونه ګومارلي


ډاکتر ماشوم ته له خوارځواکۍ د جوړېدو درمل ورکوي
ډاکتر ماشوم ته له خوارځواکۍ د جوړېدو درمل ورکوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وايي په ټول افغانستان کې یې سیار صحي ټيمونه له اړمنو ماشومانو او ميندو سره مرستې کوي.

له دې ډلې یو یې د کندهار یوې لیرې پرتې سیمې ته تللی ترڅو هلته له ګڼو بې‌وزله ماشومانو سره مرسته وکړي.

د کندهار دې سیمې ته د یونېسف له ګرځندویه ټيم سره د دې ادارې د بېړنیو خدمتونو د ټيم غړې ماریکسي مرسادو هم ورغلې.

د مارسي د دې سفر وېډیو او خبرې د یونېسف جَنوبي اسیا څانګې په خپل ټویټر خپرې کړي.

هغه زیاتوي: "موږ له خپل یوه ډېر ښه ګرځندویه صحي او د خوړو متخصص ټیم سره یو. زموږ دا ډول ټیمونه په ټول هېواد کې ګرځي او له هغو میندو او ماشومانو سره ګوري چې اساسي روغتیايي خدمتونو او مرستو ته لاسرسی نه‌لري. موږ نیم ساعت دلته تېر کړل او دوه داسې ماشومان مو پیدا کړل چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. دا پېښې ژوند تهدیدوي او ژوند ژغورونکې مرستې ته اړتیا لري."

ماریکسي وايي د یونېسف له سیاره ګرځندویه صحي ټیمونو سره د خوارځواکو ماشومانو د سمدستي تغذیې بستې موجودې دي او په اړمنو یې وېشي.

ارشیف؛ ماشومانو د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د یونېسف په کمپاین کې کډون کړی
ارشیف؛ ماشومانو د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د یونېسف په کمپاین کې کډون کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) اټکل کړی چې کال ته به یعنې ۲۰۲۲ کې به له هرو دوو ماشومانو یو تن په خوارځواکۍ اخته وي.

د راپورونو له مخې د ژمي په راتلو سره په ټول افغانستان کې خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي چې په نتیجه کې یې لویه برخه ماشومان هم اغېزمنېږي.

په خوارځواکۍ سربېره چې ملیونونه افغان ماشومان ګواښي د یونېسف د راپورونو او ارزونو په اساس د بشري وضعې په خرابېدو سره په دغه هېواد کې یوازې سږ کال د شري/سرخکان ۶۶ زره قضیې ثبت شوي.

په دې سربېره سینه‌وبغل، نس ناستی او ګڼې نورې ناروغۍ هم د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

اټکل شوی چې ۲۳ ملیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او که عاجلې مرستې ورسره ونه‌شي ښايي په دغه هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي.

په افغانستان کې وروستیو څو میاشتو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي
په افغانستان کې وروستیو څو میاشتو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي

د یونېسف د بېړنیو مرستو د ټیم غړې ماریکسي مرسادو وايي باید اړمنو ماشومانو ته د مرستو په رسولو کې د یونېسف او نورو مرستندویه ادارو ممکنه لاسنیوی وشي.

ماریکسي وایي: "موږ هر څه چې په وس کې مو وي ترسره کوو یې څو په ټول افغانستان کې ماشومانو ته ژوند ژغورونکې مرستې ورسوو، خو په خپله هم اعظمي همکارۍ ته اړتیا لرو."

د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال په مخه له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو لپاره له تمویلوونکو بنسټونو او شتمنو هېوادونو د څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا ښايي د دې سازمان له‌خوا له یوه هېواد سره د بشري مرستو یوه له لویو غوښتنو وي چې وړاندیز یې شوی.

افغانستان چې اقتصاد یې په بهرنیو مرستو متکي و د اګسټ له نیمايي راهیسې وروسته له هغه سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شو چې د طالبانو په بیا واکمنېدو له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې تر ډېره محدودې شوې.

د یونېسف د بېړنیو مرستو د ټیم غړې ماریکسي مرسادو وايي باید اړمنو ماشومانو ته د مرستو په رسولو کې د یونېسف او نورو مرستندویه ادارو ممکنه لاسنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG