د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

کابل کې د لاریون کوونکو ګواښ: بې وزله افغانستان نړۍ ته ګواښ پېښولی شي


ارشیف، کابل کې د لاریون کوونکو څو تنه غړي
ارشیف، کابل کې د لاریون کوونکو څو تنه غړي

په افغانستان کې د لوږې له امله د سلګونه زره کسانو ژوند ته د ګواښونو په اړه د اندېښونو دوام، تازه د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو ویلي چې دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د یو میلیون ماشومانو په ګډون د سلګونو زره کسانو ژوند ته ګواښ پېښ دی.

که څه هم طالبانو ویلي چې د ستونزه کچه په هغه اندازه نه ده څومره چې ورته تبیلغات کېږي، خو د بریتانیا دوه خیریه بنسټونو اکشن اېډ او ډي اي سي ویلي چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.

دغه ادارو له مرستندویو هېوادونو غوښتنه کړې چې له دغو اړو افغانانو سره د خوړو او اساسي موادو په برابرولو کې د مرستې لپاره بسپنه ورکړي.

خو د طالبانو حکومت ډاډ ورکوي چې د بشري ګواښونو پر وړاندې چمتوالی لري او دولتي ګودامونه له غنمو ډک دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "همدا اوس په بازارونو کې هر څه پرېمانه دي، د هېڅ شي کمښت نشته، مرستې هم روانې دي، د مرستو ژمنې هم شوي دي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرستو ویش هم پیل شوی دی، خپله امارات هم لویې زېرمې لري، زرګونه ټنه غنم او نور خوراکي مواد په کې شته چې وېش يې په پلان کې دی."

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي دولتي ګودامونه له غنمو ډک دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي دولتي ګودامونه له غنمو ډک دي.

له دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف هم ویلي چې د ژمي پرمهال د افغان ماشومانو په لاسنیوي کې ځنډ، ښايي د ډېرو ماشومانو د مړینې لامل شي.

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ را ورسته د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه اوج ته رسېدلې ده، میلیونونه انسان بې کاره شوي او د دې هېواد بانکي سیستم لاهم ستونزو سره مخ دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت د ویاند په خبره چې له بېلابېلو هېوادونو بشري مرستې دغه هېواد ته رسېدلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادونو غونډې ته وویل: "اوس‌مهال په بېړني ډول په مرستو کې د توکو پرځای، نغدو پیسو ته اړتیا لرو، څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي او هم پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي."

​ پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرېدې میلیارډنه ډالره پانګه یې کنګل کړل شوه چې ورسره د دغه هېواد اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ شو.

نن په کابل کې سلګونه کسانو د یو لاریون پر مهال له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانانو کنګل شوي شتمني ازاده کړي.

لایون کوونکو ګواښ وکړ چې بې وزله او فقیر افغانستان نړۍ ته په ستر ګواښ بدلیدلای شي او امریکا دې د فقر ځپلي افغانانو ملي شتمني نه برمته کوي.

د لاریون یو تن تنظیمونکي شفیق الله ازادي راډيو ته وویل: "په ټولو بشرپالو بنسټونو مو هم غږ وکړو چې هر څومره ژر باید امریکا د افغانستان کنګل شوي شتمني ازاده کړي، په دې اړه زموږ لاریونونه دوام هم پیدا کوي، ځکه دا پیسې نه د پخواني او نه هم د اوسني حاکمیت پیسې دي، بلکې دا د خلکو پیسې دي، د افغان سوداګرو پیسې دي چې کنګل کېدو يې په دې هېواد کې فقر او بې وزلي زیاته کړې ده."

لاریون کوونکو دا شان د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې باید خلکو ته کاري زمینې رامنځته کړي او دې هېواد کې د اقتصادي او بشري ناروین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

طالبانو هم په وار-وار د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وروستۍ ځل په دې اړه ویلي وه، یو شمېر دلایل شته چې ولې دا زېرمې د لاس‌رسي وړ نه دي.

د نوموړې په خبره دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او دوی په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په هم‌غږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده ۳ دلایل یادوي چې په خبره یې، مهم دي او بابیزه نه شي ګڼل کېدای. هغه چې د افغانستان بانکي زېرمې ته یې د طالبانو لاس‌رسی محدود کړی.

جین ساکي وايي، د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو د کورنیو قضايي دعوه چې غوښتنه یې کړې دا پیسې دې پر دوی ووېشل شي، یوه مهمه موضوع ده او له پامه نه شي غورځول کېدای.

دویم د امریکا له‌خوا لا هم طالبان د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او تر خوا یې د دوی یو شمېر مشران لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوم‌لړ کې دي.

او درېیم متحده ایالاتو لا هم په دې اړه کره ځواب نه دی تر لاسه کړی چې څه ډول د افغانستان بانکي زېرمه نېغ په نېغه د افغانانو د ګټو لپاره وکارول شي او طالبان ترې د ځان په ګټه استفاده و نه کړي.

XS
SM
MD
LG