د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

سپینه ماڼۍ:۳ دلایلو د افغانستان بانکي زېرمو ته د طالبانو لاس‌رسی محدود کړی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه د طالبانو له بیا ځلي غوښتنو سره سره، سپینه ماڼۍ دا یوه پېچلې موضوع بولي او وايي، دې زېرمې ته طالبان لاس‌رسی نه شي لرلای.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون خپله خبري غونډې کې د دې بانکي زېرمې د خلاصېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د تازه څرګندونو په ځواب کې وویل: "یو شمېر دلایل شته چې ولې دا زېرمې د لاس‌رسي وړ نه دي. لومړی باید یادونه وکړم چې دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او موږ په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په هم‌غږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوو."

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

امیرخان متقي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره خپله مرکه کې چې پرون خپره شوه له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پرېږدي.

طالبان دې زېرمو ته د لاس‌رسي، وړ نه دي.

هغه وویل: "له امریکا او ټولې نړۍ سره مو د ښو اړیکو اعلان کړی چې غواړو یې. دا چې دوی د یو شمېر بندیزونو اعلان کړی، د ناکامو تجربو تکرار دی او څه ګټه نه لري."

خو د سپینې ماڼۍ ویانده ۳ دلایل یادوي چې په خبره یې، مهم دي او بابیزه نه شي ګڼل کېدای. هغه چې د افغانستان بانکي زېرمې ته یې د طالبانو لاس‌رسی محدود کړی.

  • جین ساکي وايي، د سېپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو د کورنیو قضايي دعوه چې غوښتنه یې کړې دا پیسې دې پر دوی ووېشل شي، یوه مهمه موضوع ده او له پامه نه شي غورځول کېدای.
  • دویم د امریکا له‌خوا لا هم طالبان د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او تر خوا یې د دوی یو شمېر مشران لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوم‌لړ کې دي.
  • او درېیم متحده ایالاتو لا هم په دې اړه کره ځواب نه دی تر لاسه کړی چې څه ډول د افغانستان بانکي زېرمه نېغ په نېغه د افغانانو د ګټو لپاره وکارول شي او طالبان ترې د ځان په ګټه استفاده و نه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له امریکا وغوښتل چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

له دې وړاندې متحده ایالاتو ویلي و، طالبان لا د دې جوګه نه دي چې د افغانستان ملي شمتنۍ ورته وسپارل شي.

امریکا واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارډه بانکي زېرمه کنګل کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیالانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

طالبانو د دې شتمنۍ د ازادۍ په ګډون د یو شمېر موضوعاتو په اړه په دوحه کې له امریکايي استازو سره دوه ځله غونډې وکړې او هیله یې وښوده چې د ستونزې حل ته به لار پرانیزي.

خو د امریکا د خزانې وزارت د لیندۍ په ۱۹مه نېټه یوازې یو عمومي جواز صادر کړ او اجازه‌یې هم ورکړه، هغه خلک او مؤسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي، پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي.

د دې تر څنګ نړیوال بانک د لیندۍ په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ، مرسته کوونکو تائید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر دې هېواد ته ولېږدول شي.

له دې پرته د بندیزونو په نرمښت کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي او ان مرسته کوونکي هېوادونه هم خپلې مرستې د طالبانو حکومت ته نه سپاري، بلکې ټولې بشري مرستې هم د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له‌خوا مصرفېږي.

د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا طالبانو ته یو شمېر شرایط وړاندې شوي چې د منلو په صورت کې یې دا ستونزې تر ډېره بریده پای ته رسېږي.

ترهګرۍ سره مبارزه، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، نجونو ته د زده‌کړې او ښځو ته د کار اجازه او د بشري حقونو او بیان ازادۍ درناوی او منل، هغه څه دي چې نړۍ یې له طالبانو د عملي کېدو غوښتنه کوي.

خو طالبان بیا وايي، شرایط عملي شوي او وخت دی چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني، هغه غوښتنه چې لا طالبانو ته ډېرو نږدې هېوادونو هم نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG