د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

ډېلي ریکورډ: افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره ۵ لکه ماشومان مخ دي


ارشیف، یو خوارځواکه ماشوم
ارشیف، یو خوارځواکه ماشوم
  • ډېلي ریکورډ

ډېلي ریکورډ ورځپاڼې چې له سکاټلنډه خپرېږي په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره د ۵ لکه ماشومانو د مخامخېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دغې ورځپاڼې له دې مقالې سره په خوارځواکۍ د څو اخته ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي چې ځینو روغتیايي مرکزونو ته د لومړنۍ درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، له افغانستانه په اګسټ میاشتې کې د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد له یوه بحران سره لاس او ګرېوان دی چې بهرنۍ مالي مرستې بندې شوي او سخت ژمی هم په مخکې دی.

لیکوال زیاتوي:

په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) موږ د کرسمس په مناسبت د ماښامنۍ د خوړلو لپاره سره راغونډ شوي وو، په جګړه ځپلي افغانستان کې ډېر لږ خلک په دې پوهېدل چې نیمه نړۍ د کرسمس جشنونه لمانځي.

ډېلي ریکورډ د مرستندویو ادارو په حواله ویلي، په افغانستان کې تر اتو میلیونو زیات کسان له قحطۍ سره مخامخ دي او ۵ لکه ماشومان ښايي په را روانو درېیو میاشتو کې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې وضعیت دومره هم خراب نه دی، څومره چې یې په اړه نړیوالې ادارې خبرې کوي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې چې له بریتانیا خپرېږي پرون د طالبانو له خوا پر نوېو محدودیتونو لیکنه خپره کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر، جلب او جذب او سمع شکایاتو وزارت د شنبې په ورځ موټر چلوونکو ته په ۶ فقرو کې یو لړ سپارښتنې کړي دي.

په دغو سپارښتنو کې کې په موټرو کې پر موسیقۍ بندیز او موټر ته د هغو ښځو نه خېژول شامل دي چې محرم ورسره نه وي او د سفر اندازه یې ۴۵ مایله وي.

په موټرو کې د نشه یي موادو پر کارولو بندیز او د لمانځه پر وخت په مناسب ځای کې د موټر درول او د ږیرې په باب خلکو ته توصیه شامله ده.

ډېلي مېل د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، په ټولنیزو شبکو کې دغه توصیې په داسې حال کې خپرې شوې چې د طالبانو دغه وزارت څو اوونۍ مخکې په ټلوېزیوني ډرامو کې پر ښځینه ممثلانو بندیز اعلان کړی و.

دغه وزارت د ټلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپرونې وړاندې کولو پر مهال حجاب په بشپړ ډول رعایت کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د حجاب رعایتولو غوښتنه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې اکثریت ښځې له وړاندې اسلامي حجاب کاروي.

له کله چې طالبانو د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په ځانګړي ډول یې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

دغې ډلې ژمنه کړې وه چې واکمني به یې د دوی د نویمو کلونو په څېر شدیده نه وي.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم ګڼ محدودیتونه لګولي وو چې د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیم بندیز په کې شامل وو.

د ډېلي مېل په لیکنه، اوس هم د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري او پرون د دغه محدودیت سل ورځې پوره شوې.

طالبانو له لومړیو ورځو ویلي چې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په اړه پر یوه لایحه کار کوي چې له مخې به یې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې د کار او ټولو نجونو ته د تعلیم زمینه مساعده شي، پر دې ژمنې میاشتې اوړي، خو په عملي برخه کې د کوم پرمختګ څرک نه لګېږي.

XS
SM
MD
LG