افغانستان کې ځینې خلک او په ځانګړي ډول ښځې وایي، روغتیایي خدمتونو ته پر وخت نه لاسرسي او خراب اقتصادي وضیعت له امله یې د کورنۍ غړي مړه شوي دي.
د کندز ولایت اوسېدونکې صبرینا وايي، تېره اوونۍ یې یو نیم کلن ماشوم مړ شوی دی.
صبرينا وویل، ماشوم يې د زړه ناروغي درلوده، د بې وزلۍ او منظمو روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د خپل ماشوم په وېر ناسته ده.
هغې ازادي راډيو ته وويل: "ما يو ماشوم درلود چې يو نيم کلن و او شپږ که اوه ورځې مخکې مړ شو، زړه يې سوری و، يو وال يې نه درلود، اقتصادي ستونزې مې درلودې. دلته یې علاج نه کېده، له افغانستان بهر مې هم نه شوای بیولای، نږدې کلینیک هم نه وه، کلینیکونه هم دومره پاملرنه نه ورته کوي، روغتونونه کې هم همداشان، غریبو ماشومانو ته پاملرنه نه کېږي."
ماه جبین هم د شمالي ولایت کندز اوسېدونکې ده.
هغه چې د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د تلوکه اۍ په کلي کې اوسي، وايي، روغتيايي کلينيکونو ته د تګ لپاره اړه ده چې اوږده لار پلی مزل وکړي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما یو وراره په خوارځواکۍ زېږېدلی یو کلن شو، خو اوس هم لکه نوي زېږېدلي ماشوم غوندې ښکاري. موږ له کلینیک څخه لرې یو، پلي کلینیکونو ته ځو خو محترم ډاکتران راسره ښه چلند نه کوي."
د فراه ولایت اوسېدونکی احمد طاهر هم وايي، یوه مېرمن چې د ده خپلوانه وه، د زېږون پر مهال مرکز ته له رسېدو مخکې مړه شوه.
هغه وويل: "ولسوالۍ د روغتونونو او کلينيکونو په برخه کې کم امکانات لري. جوند ولسوالۍ کې اوسېدونکې زموږ يو خپلوانه وه، سخته ناروغه وه. کله چې په موټر کې مرکز ته انتقالېده، له رسېدو مخکې مړه شوه."
دوی دغه شان ازادي راډيو ته وویل: دا مهال هم د کلینکیونه د لرې والي، د ګرځنده ټیمونو له کمښت، د درملو د نشتوالی او د شدیدې بې وزلۍ له ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرف زمان د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته چې خلکو ته لومړنیو روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې دوی څه پلانونه لري، ځواب ورنه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو همکارو سازمانونو یې وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۳ میلادي کال کې روغتیايي خدمتونو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زرو ته ورسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه ویلي، راتلونکی ژمی به هغه خلک چې په لوړو او هغو سیمو کې اوسېږي چې ورتګ ورته ستونزمن وي، لا ډېر زیانمن کړي.
د دې سازمان په یوه اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د هیلټ کلسټر ادارې په همکارۍ ۹۱ هغو سیمې چې لومړیتوب لري، د درملو او روغتیايي توکو د لېږد چارې پیلوي.
خو د افغانستان په ځینو ولایتونو او په ځانګړې ډول کندز کې د ښځو اندېښنه دا ده چې موسسې په یوازیتوب سره نه شي کولای، ټولو ښځو او ماشومان ته د اړتیا وړ روغتیایي خدممتونه او درمل ورسوي.