د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د ماشوم نړیواله ورځ: لا هم ګڼ افغان ماشومان د ژوند له لومړنیو حقونو بې برخې دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په وینا په افغانستان کې دا مهال ۱۴ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې د دې نیمايي زیات یې ماشومان دي.

جګړې، ناامنۍ، بې وزلي، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، شاقه کارونه او نورو ستونزو د افغان ماشومانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی.

د امنیتي او نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د روانې جګړې د ولسي قربانیانو یوه لویه برخه ماشومان جوړوي.

زرګونه نورماشومان د جګړو له کبله بې سرپرسته شوي، میندې او پلرونه یې جګړو اخیستي دي. میلیونونه په کډوالۍ کې ژوند کوي او یو لوی شمېر افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

ګڼو نورو افغان ماشومانو ته په تنکي عمر د کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو دروند پیټی ورپه شا شوی دی.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سفید خاره په سیمه کې ۱۳ کلن میرویس د کوکنارو په یوه کرونده کې د درېیو نورو ماشومانو او څلور لویانو سره په نېښ وهلو بوخت دی. هغه اصلاً د ارزګان د خانقې اوسیدونکی دی، خو جګړو څلور کاله کېږي چې له خپلې اصلي مېنې کډوال کړی.

ګڼو نورو افغان ماشومانو ته په تنکي عمر د کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو دروند پیټی ورپه شا شوی
ګڼو نورو افغان ماشومانو ته په تنکي عمر د کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو دروند پیټی ورپه شا شوی

میرویس وايي، پلار یې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شو او اوس د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده.

نوموړی وايي:" جګړو رابې ځایه کړي یو، موږ په کور کې څه نه لرو ، راغلی یم څو دلته نېښ ووهم، دا نیښ مو په څلورمه برخه نیولی، زموږ په سیمه کې طالبانو ښوونځي تړلي."

میرویس وايي، مخکې په اووم ټولګي کې اول نومره وو، خو کله چې یې پلار جګړو واخېست او له خپلې اصلي سېمې کډه کېدو ته اړ شو، نو ښوونځی هم ترې پاتې شو، ځکه اړ شو چې کار وکړي.

د میرویس ترڅنک د کوکنارو په دغه کرونده کې څلور نور ماشومان هم چې د جګړو له امله بې ځایه شوي، په نېښ وهلو بوخت دي.

دا یوازې په ارزګان کې د میرویس ستونزه نه ده، بلکې روانې جګړې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ماشومان له ستونزمن برخلیک سره مخ کړي.

حکمت الله د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، د جګړو له کبله یې کورنۍ له خپلې سیمې کډه شوی.

حکمت الله وايي، مخکې په خپل کلي کې ښوونځي ته تللو او تر دویم ټولګي پورې یې درس ووایه، خو چې جګړې زیاتې شوې او دوی لښکرګاه ښار ته کډه شول، نو له بې وزلۍ اړ دی چې کار وکړي.

هغه اوس لښکرګاه کې د خښتو بټیو کار کوي: " اوس چې بې ځایه شوي یوو، بیا ښوونځي ته نه یم تللی، درسونه راڅخه پاتې دي، موږ اوس غریبي کوو، ځکه چې کار ونه کړي څوک روپۍ نه درکوي، کورنۍ راپسې ده، خویندې او ورورنه راڅخه ډوډۍ غواړي، زما په ژوند کې دا ارمان دی چې لاړ شم خپل کلي ته او د خپلو ټولګیوالو سره یوځای زده کړې وکړم."

میرویس او حکمت الله د هغو میلیونونو افغان ماشومانو له ډلې دي چې جګړو، کډوالۍ، بې وزلۍ او سختو حالاتو یې د ژوند خواږه ترې اخیستي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله، د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمنونکی دی.

د دې کمېسیون غړي او د ماشومانو د برخې مسوول نجیب الله ځدران ببرکزي ازادي راډیو ته وویل، د جګړو درنه بیه افغان ماشومان پرې کوي:" جګړې ښځو او ماشومانو ته زیات زیان رسولی، لومړي قربانیان يې ماشومان دي چې د ښوونې او روزنې د بهیره بې برخې دي، دقیق ارقام موږ نه لرو، خو له ۳۰۰ زیات ښوونځي د ناامینو او د دولت د مخالفو د تهدیدونو سره مخ دي، زیات شمېر هغه کورنۍ چې د جګړو له امله بې ځايه کېږي، هغوی له ډېرو امکاناتو بې برخې دي او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تیروي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر دولت هم نیوکه کوي چې د ماشومانو د خونديتوب او د هغوی د حقوقو د ساتنې لپاره يې لازم کار نه دی کړی.

د دې کمېسیون غړي او د ماشومانو د برخې مسوول ښاغلي ببرکزي وویل، په جګړو او نا امنیو سربېره چې په مستقیمه توګه د افغان ماشومانو خوندیتوب ګواښي، جبري ودونه، ځورونې، درانه کارونه، تاوتریخوالی، له ماشومانو ناوړه استفاده، تښتوونې او ګڼې نورې ستونزې شته چې د افغان ماشومانو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دوی هڅه کوي هغه ماشومان چې د کډوالۍ او نورو ستونزو له کبله ښوونځیو ته نه شي تللی، د محلي ټولګیو په مرسته ورته د زده کړو خوندي چاپیریال جوړ کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډيو ته وویل، په دغه محلي ټولګي کې د ۵۰۰۰۰۰ ماشومانو د ځایولو ظرفیت لري: "موږ ډېرو ولایتونو کې دا ټولګي جوړ کړي او مثبته نتیجه مو هم تر لاسه کړې، په خاص ډول په هغه سیمو کې چې کورنۍ بې ځایه شوي او ماشومان يې له زده کړو بې برخې شوي دي اویا هم دا چې د دوی د کورونو ښوونځي لېري دي، موږ بېړني حالاتو کې ټولګي لرو او هڅه کوو هغو ماشومانو ته چې د بېلابېلو لاملونو له کبله له زدکړو لېرې پاتې وي د زده کړو زمینه برابر کړو."

خو له دې سره د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي مني چې په ټول افغانستان کې د جګړو، بې وزلۍ، ټولنیزو نادودو او نورو سببونو له کبله درې عشاریه اووه میلونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG