د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د مور ورځ؛ افغانستان کې په 'هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مړه' کېږي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د غبرګولي/جوزا ۲۴مه د مور ورځ؛ په افغانستان کې د مور له ورځې داسې مهال نمانځنه کېږي چې د رسمي شمېرو له مخې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مړه کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د بېلابېلو لاملونو له امله له دې ډلې د سرچینو کموالی، په پرله‌پسې ډول د ماشومانو راوړل او له قانوني عمر ښکته وادونه د زېږون پر مهال د میندو د مړینې لامل ګرځي.

په مرکزي افغانستان د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې لیرې پروت کلی بنق چې روغتیايي خدمتونو ته‌یې کم خلک لاسرسی لري، یوه مور په دې سیمه کې یې په لور د تېرو شویو ترخو ورځو کیسه کوي.

د سخت دودیز فشار له امله چمتو نه‌ده چې خپل نوم واخلي، خو خپل ځان د سیاه‌موی مور معرفي کوي او وايي چې دوه کاله وړاندې یې ۳۵ کلنه لور د زېږون پر مهال مړه شوه.

له سیاه‌موی شپږ بچیان پاتې دي چې تر ټولو لوی یې اوس ۱۰ کلن دی.

د سیاه‌موی مور وايي، لور یې د زېږون پر مهال زیاته وینه ضایعه کړه، خو دغې ستونزې ته‌یې رسېدنه ونه‌شوه، ماشوم‌یې ژوندی پاتې شو، خو سیاه‌موی مړه شوه.

ارشیف، د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ یو روغتون
ارشیف، د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ یو روغتون

دا وايي: "سیاه‌موی جان مو چې یوړه عملیات‌یې کړه، بیا یې عملیات کړه، موږ ورنه خبر نه‌و، بل اتاق ته‌یې یوړه، مېړه‌یې هم خبر نه‌شو، موټر کې یې چې بار کړه، ورته مې وویل، دا چېرته وړئ، پوه شوم چې هغه مړه کېږي، هو هغې (سیاه‌موی) کم‌بختې واضح خبرې کولې ويې‌ویل، ما چېرته وړئ، ورته مو وویل بامیانو ته، ویې‌ويل مه مې وړئ زه څیرې څیرې یم، زه نه ښه کېږم، ما مه‌وړئ بیا یو ځای کې بې‌هوښه شوه او مړه شوه."

د بنق کلي ښځې په پخوانیو شرایطو کې ژوند کوي. په یاد کلي کې په احسان ښوونکي مشهور کس وايي، دغه ولسوالۍ(کهمرد) د شپږمې ګوتې په څېر ده.

نوموړی وايي چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې یې څو خپلوانې ښځې او ماشومان د زېږون پر مهال مړه شوي دي.

احسان زیاتوي: "بې‌اسناده خلک چې یوازې څلور یا شپږ میاشتې یې درس لوستی وي او پېچکاري لګول‌یې هم نه‌وي زده د قابلو په نوم رالېږل کېږي، تاسې پوهېږئ چې د قابلو تعلیمات باید په منځني کچه وي."

د افغانستان په بله ځنډه ارزګان ولایت کې هم خلک روغتیايي خدمتونو ته کم لاسرسی لري.

د دې ولایت اوسېدونکې مهتاب ګل وايي، په دغه ولایت کې د جنګ جګړو او د خرابو لارو له امله د میندو او د ماشومانو د مړېنې کچه لوړه ده.

ارشیف، ارزګان کې د ښځو لپاره یو روغتون
ارشیف، ارزګان کې د ښځو لپاره یو روغتون

مهتاب ګل وویل: "په ارزګان ولایت کې هغه ښځې چې امېندواره دي، له زیاتو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کې جنګ جګړې دي، امنیت ډېر خراب دی، لارې تړلې وي او هم خرابې، روغتون ته لاسرسی نه‌لرو، چې په خپل وخت روغتون ته ځان ورسوو، نو له همدې امله ډېری میندې چې د زېږون وخت‌یې رارسېږي، غواړي روغتون ته ولاړ شي، د لارو د خرابوالي او د ترانسپورټ د نشتوالي امله په لارو کې مري او یا یې هم مړه ماشومان زېږوي."

شاید په افغانستان کې د ډېری افغان مېرمنو د ژوند برخلیک د بامیانۍ او ارزګانۍ مېرمنو په څېر وي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د امېندوارۍ روغتیا ریاست سرپرسته نفیسه حامد فاریابي په افغانستان کې د امېندوارو میندو د مړینې لامل داسې په ګوته کوي: "یو مستقیم لامل دی او بل غیر مستقیم چې د میندو مړینو ته‌یې زمینه برابره کړې، له زېږون وروسته د وینو بهېدل، تور زېړی، د وینې فشار، د زړه ناروغۍ، له اقتصادي او جغرافیاوي پلوه، لیرې پرتو او صعب‌العبور سیمو کې ژوند کول، ژر روغتیايي مرکزونو ته نه‌رسېدل، پرله‌پسې زېږون، له ۱۸ کلنۍ ښکته عمر کې ودونه د زېږون پر مهال د مړینو لامل کېږي."

خو مېرمن فاریابي زیاتوي، دغه مړینه ۱۹ کاله وړاندې یعنې د ۲۰۰۲ میلادي کال په پرتله په مراتبو ښکته ده.

نوي زېږېدلي ماشومان
نوي زېږېدلي ماشومان

د نوموړې په وینا هغه مهال په هرو ۲۷ دقیقو کې یوه امېندواره ښځه د زېږون پر مهال مړه کېده او په داسې پېښو کې ۷۵ په سلو کې نوي پيدا شوي ماشومان هم له‌منځه تلل.

که څه هم د روغتیايي اسانتیاوو او په روغتیايي مرکزونو کې د ډاکترانو کمښت له اساسي ستونزو بلل کېږي، خو د ډېریو په وینا څو لسیزو جګړې چې اوس هم روانې دي د دې ستونزې اصلي لامل دی.

XS
SM
MD
LG