د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د مور ورځ؛ 'سوله د افغان میندو یوازنۍ هیله ده'


ارشیف، هغه مور چې څو زامن‌یې په جګړه کې وژل شوي.
ارشیف، هغه مور چې څو زامن‌یې په جګړه کې وژل شوي.

د جوزا ۲۴مه د مور له ورځې سره برابره ده، د مور ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو ورځو کې نمانځل کېږي، په افغانستان کې دغه ورځ د جوزا په ۲۴مه ده.

افغانستان کې داسې میندې هم شته چې له دې ورځې بې‌خبره دي، خو یو شمېر خبر کسان د کابل ښار په ځینو ځانګړو سیمو کې خپلو میندو ته د ځانګړو ډالیو په اخیستلو بوخت وي.

د کابل ښار د ګلفروشي کوڅه هغه ځای چې په مناسبتي ورځو کې له بل هر وخت زیات مشتریان لري، د مور په ورځ وضعیت د عادي ورځو په څېر نه‌دی، خلک د خپلو میندو لپاره ګلان، عطر او نورې ځانګړې ډالۍ رانیسي.

د دوی له ډلې یو هم صدیق‌الله دی: "انسان باید د مور په قدر پوه شي چې په موږ څومره حق لري، موږ یې لوی کړي یو، باید حق یې ادا کړو، یوازې ګلان نه، باید حق‌یې په خوشحالۍ او خندا ادا شي، نن ورځ ګل رواج شوی، موږ اوس ګل فروشۍ کوڅې ته راغلي یو، څو یو ګل وروړو چې په خبره‌یې عمل وکړو او له موږ راضي شي، دلته زیات ګلونه دي، غواړم تازه ګل ورته یوسم چې خپله یو ځانګړی نمود لري."

ارشیف، د کابل شهرنو ګلفروشي کوڅه
ارشیف، د کابل شهرنو ګلفروشي کوڅه

مرضیه چې یوه مور ده، د خپلو اولادونو له‌خوا د دې ورڅې د نماځلو لپاره خوشحاله ده، خو وايي د مور له ورځې په داسې شرایطو کې نمانځنه کېږي چې جنګ جګړې دي او دا شاید د دې خاورې میندو ګډ درد وي.

نوموړې وايي، که چېرې جنګ جګړې نه‌وي او زموږ بچيان ونه‌وژل شي، هره ورځ زموږ ورځ ده.

مرضیه زیاتوي: "له بده مرغه روان کال د مور ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې میندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدانې دي، تمه لرم چې تر راتلونکي کاله تاوتریخوالی له‌منځه ولاړ شي، زموږ غوښتنه له دولت او د دولت له وسله‌والو مخالفو ډلو دا ده چې ژر سوله وکړي، ترڅو میندې د بچیانو، مېړونو او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو شاهدان ونه‌اوسي."

اجمل چې د کابل په شهرنو کې ګل پلورنځی لري وايي، کرونا او روانې ناامنۍ د مور ورځې نمانځل پیکه کړي، خو بیا هم خلک دلته راځي.

ارشیف، د کابل ګلفروشي کوڅه کې د ګلانو یو پلورنځی
ارشیف، د کابل ګلفروشي کوڅه کې د ګلانو یو پلورنځی

اجمل وايي: "د مور ورځې په مناسبت بېلابېل ډول ګلونه دي، یو ځانګړی ګل چې ټول‌یې وړي، هغه د مرسل ګل دی چې څو رنګونه لري، ګل خوشبو د ورځې ګل دی چې سور مرسل هم ورته وايي، د دې ورځې په ویاړ د کېک د ډولونو فرمایش هم راکول کېږي او د مور له ورځې په ځانګړې مراسمو نمانځنه کېږي."

افغان میندې چې په اوسنیو شرایطو کې يې ډېری د خپلو بچیانو د ویر په ټغر ناستې دي، شاید د داسې ورځو نمانځنه‌یې تر یوه بریده غمونه راکم او خوشحاله کړي.

وحیده چې تېر کال د لړم په ۱۲مه‌یې زوی راهد د کابل پر پوهنتون په برید کې ووژل شو وايي، د مور ورځ هغه وخت مفهوم لري چې له خپلو بچیانو سره په خوا کې ناسته وې، نه دا چې بچیان دې په خاورو کې خښ وي.

اغلې وحیده وايي: "هره ورځ د مور ورځ ده، اوس چې د مور له ورځې نمانځنه کېږي، هغه میندې چې اولادونه‌یې وژل شوي، هغوی چې موږ ته‌یې د مور ورځ نمانځله اوس له موږ سره نه‌شته، نو له همدې امله د مور ورځ داسې میندو ته بې‌معنی او بې مفهومه ده، له دې ورځې اوس ترخه خاطره لرم، هېڅ نه‌غواړم چې دغه ورځ ونمانځم."

پر کابل پوهنتون برید کې وژل شوی راهد
پر کابل پوهنتون برید کې وژل شوی راهد

د یادونې ده چې دا یوازې میندې نه‌دي چې د دې ورځ تېرې خاطرې په زړه کوي او خپل وژل شوي اولادونه ژاړي، بلکې هغوی چې په بېلابېلو پېښو کې يې میندې وژل شوي هم نن به‌یې د هغوی په قبرونو د ګلو ګېډۍ ايښې وي.

په افغانستان کې څو لسيزو جګړو د دغه هېواد خلک سخت ستړي کړي او په خپل هېواد کې د سرتاسري سولې هيله لري.

XS
SM
MD
LG