د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ارزګان کې ځینې مېرمنې د مرګ په بستر پرتې خو بیا هم د نارینه اولاد تمه ترې کېږي


د ارزګان ولایتي روغتون
د ارزګان ولایتي روغتون

ارزګان کې روغتیا پالان وايي، هغه ښځې چې ډېر کوچنیان زېږوي، په ژوند کې له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.

روغتیا پالان زیاتوي، په دې ولایت کې ډېری ښځې د زیاتو اولادونو زېږولو له زیانونو نه دي خبر او نه هم د کورنۍ پلانولو او حمل نیولو د مخنيوي په اړه په شته خدماتو او معلوماتو خبرې دي.

د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د زېږنتون په وارډ کې اوس مهال تر ۲۰ زیاتې ښځې بسترې دي، دوی کې ډېری داسې مېرمنې شته چې له درېيو تر ۹ پورې کوچنیان لري.

د دغه روغتون د ډاکټرانو په دې وارډ کې یو شمېر مېرمنې د وینې له کمښت سره هم مخ دي ځکه په وینا یې دوی د کوچنیانو ترمنځ واټن نه دی پلان کړی.

زلیخا له دغو ښځو یوه ده، نوموړې د ارزګان په ولایتي روغتون کې د زیاتو ماشومانو د زېږولو له امله د مرګ پر بستر پرته ده. خواښې ګل سکه يې وايي، د زلیخا د واده ۷ کاله کېږي او هر کال یې یو کوچنی زېږولی دی.

د ګل سکې په خبره دا چې د زلیخا ډېر اولادونه نجونې وې، نو دوی د نارینه اولاد په تمه ورڅخه د لا نورو کوچنیانو زېږولو غوښتنه کوي.

زلیخا له دغو ښځو یوه ده، نوموړې د ارزګان په ولایتي روغتون کې د زیاتو ماشومانو د زېږولو له امله د مرګ پر بستر پرته ده
زلیخا له دغو ښځو یوه ده، نوموړې د ارزګان په ولایتي روغتون کې د زیاتو ماشومانو د زېږولو له امله د مرګ پر بستر پرته ده

زلیخا د خبرو توان نه لري، خو خواښې یې ګل سکې ازادي راډيو ته وویل: "دا مې نږور ده. شپږ لوڼې يې دي او یو يې زوی دی. اوس يې دا دی بل ماشوم په نس دی. موږ له زیاتو ماشومانو سره نه يو په تکلیف. موږ د ماشومانو وږي یو، موږ خوشاله یو چې زیات ماشومان ولرو، زما خپله ۱۵ او ۱۶ ماشومان شوي، خو ټول مړه دي، په دغو کې درې هلکان او څلور نجونې راته پاتې دي. موږ د ماشومانو مخینوی نه کوو. موږ هېڅ کله نه دي ویلي چې خدای دې ماشومان نه راکوي."

ګل سکې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه وکړه چې دا کوچنیان زلیخا پیدا کوي، دردونه، بې خوبي او زحمتونه یې هم زلېخا تیروي، نو په اړه یې پرېکړه هم باید دا په خپله ونه کړي؟

په همدې روغتون کې د زېږنتون په وارډ کې یوه بله ناروغه مور مریم هم بستر ده. تازه یې زوی پیدا شوی او دا یې اتم کوچنی دی.

مریم ۳۲ کلنه ده او ۹ کاله يې د واده کېږي.

مریم وايي، ارزګان کې د کورنۍ غړي زیات شمېر ښځې دې ته اړ باسي چې ډېر کوچنیان وزېږوي.
مریم وايي، ارزګان کې د کورنۍ غړي زیات شمېر ښځې دې ته اړ باسي چې ډېر کوچنیان وزېږوي.

دې ازادي راډيو ته وویل چې د ماشومانو د زیاتوالي له کبله یې د پالنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده: "ماشومان مې د خوارځواکۍ سره مخ دي. دوه-درې کاله پر ځمکه ناست وي، ولاړېدای نه شي. ذهن يې کمزوری وي. ټول عمر ناروغ وي. ډوډۍ نه شو ورته پیدا کولای او نه یې روزنه کولای شو. زموږ سیمه کې نور هم زما په څېر ښځې شته چې معلومات نه لري څو د حمل نیولو مخنیوی وکړي."

مریم زیاتوي، دغه ولایت کې د کورنۍ غړي زیات شمېر ښځې دې ته اړ باسي چې ډېر کوچنیان وزېږوي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون د معلوماتو پر اساس د ۱۳۹۹ کال له لومړیو ورځو څخه تراوسه په دغه ولایت کې له هغو ناروغانو چې ولایتي روغتون ته ور وړل شوي، څلور ښځې د ماشوم د زېږون پر مهال مړې شوي او ۱۲۵ ماشومان د زېږېدو پر مهال مړه شوي دي.

د دغه روغتون سرپرست او متخصص ډاکټر ضیاء الرحمان نیازي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو میندو او کوچنیانو د مړینې یوازینی لامل دا وو چې میندو د زېږون ترمنځ خوندي واټن نه وو ساتلی.

سیما ګل د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د کورنۍ د پلانولو د برخې مسووله ده وايي، هغه مېرمنې چې د کوچنیانو د زېږون تر منځ فاصله نه مراعتوي، له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.

د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د کورنۍ د پلانولو د برخې مسووله سیماګل
د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د کورنۍ د پلانولو د برخې مسووله سیماګل

سیما ګل زیاته کړه: "یو شمېر مېرمنې په دې اړه معلومات نه لري چې باید د ماشومانو تر منځ فاصله مراعت شي. باید څلور کاله فاصله ولري او یا هم لږ تر لږه دوه -درې کاله خو باید ولري. هغه مېرمنې چې نه پوهېږي، دغه تصویرو ورته ښيم، د ماشومانو ترمنځ د فاصلې لپاره دغه ګولۍ دي، دغه پیچکاري ده، دغه سامان دی چې باید ګټه ترې واخېستل شي. خو که تاسو له دې استفاده ونه کړئ او تاسو پرله پسې هر کال ماشومان راوړئ، د وینې له کمي سره مخ کېږئ. د زړه ضربې درته پیدا کېږي. ستاسو اقتصاد ته زیان رسېږي."

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم دا مساله د اندېښنې وړ بولي او مني چې په اړه يې په دغه ولایت عامه پوهاوی کم دی.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالغفار وطنوال
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالغفار وطنوال

د یادې ادارې مشر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل: "د دې موضوع په اړه زموږ سیستم کې بېلابېل مېتودونه شته. زموږ هر کلینک کې هلته قابله‎ګانې دي او هغوی د هغه ښځو سره مرسته کوي چې روغتون ته مراجعه کوي او د دغه مېتودونو په اړه معلومات ورکوي او له هغه وروسته په کورنۍ پورې اړه لري چې دوی کوم مېتودونه ځانته غوره کوي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس چې تازه یې له ازادي راډيو سره شریک کړي، د ټول هېواد په کچه هرکال په هرو سلو زرو میندو کې ۶۹۵ د زېږون پر مهال مري چې په کې د ډېرو اولادونو راوړونکې مېندې هم شاملې وي.

XS
SM
MD
LG