د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د ناسالم زېږون پرمهال ستونزو سره د مبارزې ورځ؛ "د ميندو او ماشومانو مړینه کمه شوې"


ارشیف، د هرات روغتون
ارشیف، د هرات روغتون

د زېږون پر مهال مور او ماشوم ته د ستونزو پیدا کېدل او بیا روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده.

افغان مېرمنې وايي، په روغتونونو کې د لازمو اسانتیاوو او مسلکي روغتیاپالانو کمښت دغه ستوتزه جدي کړې ده.

روهینا په شل کلنې کې واده وکړ، دا چې د بامیان ولایت اوسیدونکې ده وايي، له زېږون وروسته دا او ماشوم یې ښه نه وو، ځکه ماشوم ته يې تنفسي ستونزه پیدا شوې.

۲۲ کلنه روهينا وايي، د زېږون پرمهال یې د ماشوم سمه ساتنه ونه شوه، اوس ورته اندېښمنه ده.

نوموړې د قابله ګانو او روغتیا پالانو کمې پاملرنې ته په اشارې سره وايي: " په کومه ولسوالۍ کې چې موږ ژوند کوو، زموږ روغتون ته ځینې جراحان راغلي، په هېڅ نه پوهېږي او بل ځای مو نه پریږدي چې لاړ شو، تر اوسه دوه مېرمنې د دوی د عملیاتونو په ترڅ کې مړې شوي، څو ماشومان هم د دوی د ناپوهۍ له امله مړه شول."

خو د افغانستان د نرسانو او قابله‌ګانو شورا په میندو کې د زېږون پر مهال د ستونزو 'فسټولونو' پیدا کېدو په اړه وايي، ډېرې هغه میندې ورسره مخ وي چې په لېرو پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو او قابله‌ګانو ته لاسرسي نه لري او زېږون یې ستونزمن وي.

ابوي وايي، دا مهال د افغانستان ۹۹ سلنه روغتیايي مرکزونه د قابلو له کمښت سره مخ دي
ابوي وايي، دا مهال د افغانستان ۹۹ سلنه روغتیايي مرکزونه د قابلو له کمښت سره مخ دي

د دې شورا اجراییوي مشرې هیلۍ غرشین وايي: " اوس مهال موږ په افغانستان کې شااوخوا ۳۴ زره فارغې قابلې لرو چې ۶۰۰۰ یې په سیسټم کې کار کوي او ۲۸ زره یې وزګارې دي، په افغانستان کې د فسټولونو مسئله په مېرمنو کې بیخې زیاته ده، دا فسټولونه د ستونزمنو ولادتونو له امله راپیدا کېږي، هغه مېرمنې چې سم روغتیايي سیسټم ته لاسرسی نه لري او یا هم په صنعتي ډول ولادت کوي دغه ستونزې ورته پیدا کېږي."

د افغانستان د نرسانو او قابله‌ګانو شورا مشره وايي، که مسلکي او په کارپوه قابله‌ګانې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو وګمارل شي د میندو او ماشومانو د مړینې کچه به ۸۰ سلنه راښکته شي.

له دې سره هم مهاله بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو مړینه د نور کلونو پرتله کمه ښيي.

د دې وزارت د بارورۍ ریاست سلاکارې حمیرا ابوي ازادي راډیو ته وویل، روغتیايي سکټور کې د دې ستونزې د هواري لپاره هڅې هیله بښوونکي دي: " د ولادت پر مهال د میندو د مړيني کچه زموږ د شمېرو پر بنسټ په یو لک ولادتونو کې په کلني ډول ۶۶۱ میندي دي، له موږ سره دغه شمېر اوس ثبت دی، خو دا شمېر د تېرو کلونو پرتله اوس ښه شوی او لا ښه والي خوا ته روان دی، ولې اوس هم کار ته اړتیا ده چې موږ وکولای شوی د میندو د مړینې کچه نور هم راټیټه کړو."

اغلې ابوي وايي، دا مهال د افغانستان ۹۹ سلنه روغتیايي مرکزونه د قابلو له کمښت سره مخ دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې افغانستان کې د میندو د مړینې اصلي عامل د زېږون پر مهال د ویني ضایع کول او کمښت دی.

افغانستان کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي
افغانستان کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي

دا په داسې حال کې چې نن د مې ۲۳مه نېټه په مېرمنو کې د اختلاتي (ناسالم) زېږون پر مهال د پيدا شوېو ستونزو سره د مبارزې نړېواله ورځ ده. دغه ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې د دغې برخې له اغېزمنو سره د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د‌ معلومات پر بنسټ دغه هېواد کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي، خو لا هم په عمومي ډول روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم دی.

د عامې روغتیا وزارت دغه شان وایي چې د فامیلي پلانېنګ یا د کورنۍ د تنظیم ستوتزه لا هم په افغان کورنیو کې نه ده حل شوې او دغه چاره د اندېښنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG