د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د کونړ ځینې اوسیدونکي: په غرنیو لارو روغتیايي مرکز ته راشو، خو بې درمله ستنیږو


ارشیف،
ارشیف،

د کونړ په ناامنه او د حکومت له واکه په وتلیو سیمو کې خلک له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي، د دوی په خبره که څه هم هلته روغتیايي مرکزونه شته، خو درمل په کې نشته او روغتیايي کار کوونکي هم ډېری وختونه غیر حاضر وي چې له امله يې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړېنه زیاته شوې.

د کونړ ګڼ روغتیايي مرکزونه د هېلت نېټ په نوم همکاره موسسه چلوي خو خلک يې له کارونو ناخوښ دي.

د ډیورند کرښې ته څېرمه د دانګام ولسوالۍ د ګورېګا سیمه، هغه چې وسله وال طالبان په کې واکمن دي اوسېدونکي يې وايي، له هر ډول روغتیايي اسانتیاوو برخې دي. د دوی په خبره پخوا به يې زیات ناروغان له ډیورند کرښې بلې غاړې باجوړ ته انتقالول، خو پر پوله د اغزن تار له لګولو وروسته پرې دا لاره هم وتړل شوه.

د ګورېکا د سیمې اوسیدونکی ۴۵ کلن ګلزمان وايي، کله چې ښځینه ناروغه ورته پیدا شي، په ډېرو ستونزو يې روغتیايي مرکز ته رسوي، خو په وینا یې هلته بیا درمل او نورې اسانتیاوې نه وي چې ورسره د مور او ماشوم مړینه رامنځته کېږي.

ګلزمان واړندې وايي: "دانګام ته شااوخوا درې ساعته مزل کوو، ډېری وختونه روغتیايي مرکز کې درمل نه وي. لومړی خو د ناروغ را رسول روغتیايي مرکز ته یو لوی مشکل دی او بیا له هغه ځایه اسعداباد ته يې انتقال هم ګران کار دی. ډېری وختونه راته ناروغ په نیمه لار ومري. په ځانګړي ډول ښځینه ناروغانې دي ډېرو ستونزو سره مخ وي."

د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې د شماش کلي اوسیدونکی قومي مشر سید جلال وايي، روغتیايي مرکز يې له کلي اته کيلو متره لېرې جوړ شوی، کله چې ورته ناروغ پیدا شي، په کټ کې يې واچوي، ځوانان يې په اوږو واخلي، په غرنیو لارو يې په ډېرو ستونزو روغتیايي مرکز ته ورسوي.

نوموړی وايي: "ناروغان په جنازو کې انتقالوو. ناروغانې مېرمنې او ماشومان له لېرې ساحو نه چې روغتیايي مرکز ته ورسېږي، هلته بیا درمل نه وي، چا ته یوه یا دوه ګولۍ ورکړي او یايې ورنه کړي، بېرته بې درملنې کورونو ته روان وي چې د چا وس کېږي هغوی خپل ناروغان جلال اباد یا اسعداباد ته وړي."

خلک وايي، کلي يې له ښارونو او روغتونونو لېرې پراته دي. نغدې پیسې يې کورونو کې نشته. د ناروغانو درملنې لپاره څاروي پلوري او په خبره یې هغه پیسې یوازې د موټرونو په کرایو لګیږي او ناروغ بې درملنې پاتې شي.

دوی وايي، طالبان د روغتیايي کارکوونکو مخالفت نه کوي، خو د عامې روغتیاریاست او قراردادي موسسه سیمو ته د درملو او نورو اسانتیاوو برابرولو کې پاتې راغلي او همدا لامل دی چې د مور او ماشوم د مړېنې سبب کېږي.

هغه کسان چې د عامې روغتیا ریاست او د هېلت نیټ همکارې موسسې له پټو اړېکو او راکړې ورکړې خبر دي وايي، قراردا دي موسسه د عامې روغتیا رئیس ته خپل سهم ورکوي او همدې سهم پرې سترګې پټې کړي دي.

د دوی په خبره چې نه ترې د درملو کمې پوښتنه کولی شي او نه يې په خلاف کوم شکایت کولی شي.

عزیزالله وطن دوست د مرکز اسعداباد اوسیدونکی دی وايي: "زه چې خپله کوم معلومات لرم، د صحت عامې رئیس دغه موسسې سره څو موټره ټېکه کړي، خپل خپلوان يې په روغتون او کلینکونو کې په مختلفو برخو کې مقررکړي دي. د ملازم او څوکیدار پورې چې کوم ځای خالي کېږي، دوی په کې خپل کسان مقرروي. نو دلته موسسه د دوی دغه کسانو ته دندې ورکوي او په مقابل کې يې موسسه ښه خدمات نه وړاندې کوي. په کلنیکونو کې درمل نه وي، د صحي کار کوونکو په میاشتو میاشتو معاشونه نه وي. سوچه غلا ده او جوړ جاړی دی."

د هېلت نیټ په نوم همکارې موسسې مسوولین په دې خبره ځان خلاصوي چې دوی ته رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نشته.

که څه هم چې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د خبرو په لومړۍ برخه کې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو خدماتو کمی رد کړ او ويی ویل چې هر څه د قرارداد سره سم روان دي، خو کله چې ترې د موټرو د قراردادونو او خپلوانو د مقرریو په اړه پوښتنه وشوه، نو د همکارې موسسې له خوا د درملو نه رسول او نورې ستونزې يې ومنلې.

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره میاشت کې پي سي سي غونډه لرو، په هغې کې د موسسې ټول مشکلات له درملو نه نېولی تر نورو خدماتو پورې بحث لاندې نيسو او د غونډې مکمل راپور وزارت ته ورکوو.هغوی پرې هلته موسسې سره خبرې کوي او زموږ له خوا هم موسسې ته فيډ بک ورځي. مشکلات شته، موږ موسسه راوغوښتله له والي صیب سره کیناستلو، له هغه وروسته ۳۰سلنه دوا کونړ ته راغله او اسناد يې شته، دا زموږ د هڅو نتیجه وه چې موسسه مودې کار ته چمتو کړه. موږ يې تل د کارونو څارنه کوو."

طالبان وايي د روغتیا په برخه کې پوره همکار دي
طالبان وايي د روغتیا په برخه کې پوره همکار دي

ښاغلی ساپی وايي، هر روغتیايي مرکز کې قابله او ښځینه نرسه لري، نو تر ډېره ورسره د زېږون پرمهال مور او ماشوم د مړېنې مخه نيول شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی د روغتیا په برخه کې پوره همکار دي، خو قراردادي موسسې روغتیايي مرکزونو ته د درملو په رسولو او صحي کار کوونکو ته د معاشونو په ورکړه کې پاتې راغلي دي.

د کونړ په ناامنو سیمو کې په داسې حال کې خلک د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي چې د کونړ ګاونډي ولایت نورستان کې بیا له یو نیم کال راپه دېخوا په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته او ۷ میاشتې کېږي چې صحي کار کوونکو ته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له امله يې ټول روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG