د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي په اړه د بشر حقونو څار بنسټ اندېښنه


ارشیف، کابل کې یو سیمه‌ییز کلینیک
ارشیف، کابل کې یو سیمه‌ییز کلینیک

د افغانستان د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ)، روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي.

دغه بنسټ په خپل هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۶» خپور کړی ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم په روغتیا برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو کموالی روغتیايي خدمتونو ته د مېرمنو لاسرسی کموي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید نړیوال ډونران دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

په دغه راپور کې د بشر حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار له قوله راغلي، نړیوال مرسته کوونکي غواړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو کنټرول ته په کتو له دې هېواد سره خپلې مرستې محاسبه کړي.

هیدر بار ویلي چې په وروستیو دوه لسیزو کې مرسته کوونکې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو کې بریالي و او په افغانستان کې د ښځو لپاره د اساسي خدمتونو د بودجې قطعه کولو لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

اغلې بار زیاتوي: "موږ په دې راپور کې په نړیوالو مرسته کوونکو غږ کوو، کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د پیسو مرسته باید له دوی سره یوځای ولاړه نه‌شي، بهرني مرسته کوونکي باید د پخوا په څېر ملاتړ ته دوام ورکړي، باید ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې په اساسي برخو یعنې زده‌کړو او روغتیا برخو کې مرستې دوام وکړي په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره."

په دغه راپور کې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسي ته اشاره شوې او ویل شوي چې له دوو لسیزو وروسته افغان مېرمنو ته د روغتیايي خدمتونو عرضه کول معیاري شوي نه‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو زېږون پر مهال په یو لک مېرمنو کې ۶۳۸یې مړې کېدلې.

همدا شان په افغانستان کې په ۱۰ زرو ښځو کې ۴،۵ سلنه ښځې ډاکترانو، نرسانو او قابله‌ګانو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د نړیوال معیار له مخې دا کچه باید ۲۳ سلنه وي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي اوس هم د پام وړ باردارې (امېندوارې) افغان مېرمنې اوس هم او د ولادت پر مهال اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور وايي: "تر اوسه هم د خلکو لپاره ګرځنده کلینیکونه نه‌شته، ستونزې شته، خو په دې وروستیو کلونو کې مو لاسته راوړنې هم درلودې، که امنیت خوندي شي، له هر ډول تبعیض پرته به په ټول افغانستان کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري، تمه لرم چې په راتلونکو څو کلونو کې به د ښو بدلونونو شاهدان یو."

شکرالله مشکور
شکرالله مشکور

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، افغانانو په ځانګړې توګه ښځو په تېرو ۱۹ کلونو کې روغتیايي خدمتونو ته د پام وړ لاسرسی پیدا کړی.

د امېندوارۍ په برخه کې د دغه وزارت ارشد مشاوره حمیرا ابوي ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د مور او ماشوم مړینه کې کموالی راغلی او ۶۰ سلنه افغانان له یو ساعت لارې وهلو وروسته روغتیايي مرکزونو ته رسېدلی شي.

اغلې ابوي وايي: "په زرو ماشومانو کې ۴۰ یې مري چې د تېرو کلونو په پرتله ورکې کموالی راغلی، له ۲۰۰۰ کال وړاندې په ټول افغانستان کې ۵۰۰ روغتیايي مرکزونه و، خو اوس له ۳،۰۰۰ زیات دي، د ټولنې ۶۰ سلنه وګړي، له یو ساعت پلي تګ وروسته روغتیايي مرکز ته لاسرسی پيدا کوي، په ۲۰۰۰ کال کې د قابلو شمېر ۵۰۰ تنه و، خو اوس د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې له ۷،۰۰۰ زیاتې قابله‌ګانې فعالیت لري."

د بشر حقونو د څار بنسټ داسې مهال په افغانستان کې د نړیوالو د مرستې له کموالي اندېښمن دی چې اوس هم افغانان په کلني ډول ۲۸۵ ملیونه ډالره له هېواده بهر په ځانګړې توګه په هند او پاکستان کې په روغتیا مصرفوي.

د بامیان ورس ولسوالۍ روغتون
د بامیان ورس ولسوالۍ روغتون

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د افغانستان ۷۵ سلنه بودجه د نړیوالو مرسته کوونکو له‌خوا تمویلېږي او د مرستو قطع کېدل به‌یې په راتلونکي کې افغان مېرمنو او نجونو ته ناوړه عواقب ولري.

د بشر حقونو څار بنسټ دغه‌شان له افغان حکومته غوښتي، د روغتیايي سیستم اصلاح ته په خپلو کاري لومړیتونو کې ځای ورکړي او له طالبانو یې هم غوښتي چې روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي لپاره له افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG