د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

دانش: په هېواد کې ډېری ماشومان له اساسي او لومړنیو حقونو بې برخې دي


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د ملاتړ قانون معرفي شو.

د ماشومانو لپاره د سالمې روزنې د زمینو برابرول، له دوی د جنسي استفادې مخنیوی، د بچه بازۍ منع، د نوم حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د معلولو ماشومانو ملاتړ او معلوماتو ته د دوی لاسرسی هغه موارد دي چې د ماشومانو د ملاتړ په قانون کې ځای لري.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل، د دغه قانون معرفي کېدل یو مثبت اقدام دی، خو اوس هم په هېواد کې ډېری ماشومان د دوی له اساسي او لومړنیو حقونو بې برخې دي.

دی زیاتوي:

"که څه هم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې دغه قانون واقعاً یو مثبت ګام دی، خو باید وویل شي چې ښوونې او روزنې او روغتیا ته د معلولو او له خطر سره د مخامخو ماشومانو نه لاسرسی هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره مخ دي او د دې ستونزې هوارولو ته ټولې اړوندې ادارې مسؤلې دي."

ارشیف، یو تن افغان ماشوم چې د خښتو په یوه بټۍ کې په کار کولو بوخت دی
ارشیف، یو تن افغان ماشوم چې د خښتو په یوه بټۍ کې په کار کولو بوخت دی

ښاغلي دانش وویل، د کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، عامې روغتیا او د ښځو چارو وزارتونه او یو شمېر نور بنسټونه باید د ماشومانو د ستونزو حل ته په ګډه سره کار وکړي.

نوموړي وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د ماشومانو تلفات د اندېښنې وړ دي.

د ماشومانو ملاتړ قانون ۱۶ فصلونه او ۱۰۸ مادې لري.

د ماشومانو سرغړونو ته د رسیده ګۍ، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو قانون، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د چارو د تنظیم مقرره، د مور پر شیدو د ماشومانو د تغذېې مقرره، په پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د منع کولو قانون او د ماشومانو او ښځو د تاوتریخوالي د منع قانون هغه قوانین دي چې په وروستۍ یوې نیمې لسیزه کې تصویب شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ قانون په داسې حال تصویب شو چې اوس هم زرګونه ماشومان شاقه کارونه کوي، په قاچاق کې کارول کېږي او همداشان له جنسي ځورونې او داسې نورو ناخوالو سره مخ دي.

طیب صمیم د افغان ماشومانو په استازیتوب خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:

"زما همزولي ټول ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، د دغو ماشومانو په استازیتوب زما پیغام تاسې ته دا دی چې د سلیمان او نورو ماشومانو په څېر د واټونو پر سر توکي خرڅ نه کړي، دوی باید درس ووايي او لوبې وکړي، غواړم د سارا په څېر نورې نجونې په کم عمر کې واده نه شي، ښوونځي ته لاړې شي او درس ووايي."

بل خوا په افغانستان کې د یونسېف سرپرستې شیماسن ګوپتا هم د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمن وباله او د دوی د ستونزو د هوارولو لپاره یې د یونسېف ادارې د کار پر دوام ټینګار وکړ.

دې زیاته کړه:

"د دغه قانون د بریالیتوب لپاره د ماشومانو د حقونو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره یونسېف به حاضر وي چې د ماشومانو د حقونو د پیاوړتیا او د هر هلک او نجلۍ د برابرو حقونو لپاره فرصتونه مساعد کړي."

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور چې په دغه ناسته کې حاضر و، وویل چې سره له دې چې دغه قانون د ماشومانو د حقونو د تامین لپاره اغېزمن دی، خو بیا هم دا کړنې کافي نه دي او په دې برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG