د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

مل: افغان مېرمنې لاهم ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي


د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا د څار موسسې موندنې ښې چې افغانې ښځې لاهم په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یادې موسسې د افغان ښځو د ستونزو د رابرسیره کولو په هدف د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې یوه سروې ترسره کړې.

د ښځو په برخه کې بې عدالتي، په سیاسي پرېکړو کې ښځو ته ونډه نه ورکول، زده کړو ته د ښځو نه لاسرسی د کاري فرصتونو نه شتون او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، هغه عمده ستونزې دي چې د دغې موسسې مسؤلین ورته اشاره کوي.

د دغې موسسې غړیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یادې سروې د موندونو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ښځو ستونزې د ولایتونو شرایطو او حاکم وضعیت ته په پام توپیر لري.

"د هر ولایت د اړتیاوو او شرایطو پر بنسټ مو د ښځو ستونزې رابرسیره کړې دي، د مثال په توګه په هرات ولایت کې ډېری ښځې کلیدي بستونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت لري، په داسې حال کې چې په بدخشان ولایت کې روغتیايي خدمتونو او عدالت ته نه لاسرسۍ د ښځو عمده ستونزې جوړوي."

په هېواد کې د ښځو په وړاندې د ستونزو په اړه دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې روان کال د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډک کال بلل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه راپور کې ویلي چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اته په سلو کې زیات شوی چې یوازې په دې کمېسیون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوي چې ګنې یې د کورني تاوتریخوالي پېښې دي او له کوره د تېښتې پېښې هم پکې شاملې دي.

رسولي: مېرمنو سره د تاوتریخوالي له ۱۵سوه ډېرې قضیې څېړل شوي

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا د څار موسسې موندنې دغه شان ښې هغه ښځې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې غواړي انتخایاتو ته ځان نوماند کړي.

د نوماندو ښځو د کمپاین پر مهال اقتصادي نیمګړتیاوې، د یو شمېر کړیو له لوري د هغوې پر وړاندې منفي تبلیغات او ناامني هغه څه دي چې د دغې موسسې غړي ورته اشاره کوي.

په ورته وخت کې په تولنیزو چاروکې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې وایي، ښځې په ډېریو برخو کې خپلواکي نه لري او په سیاسي پرېکړو کې هم ورته سمه ونډه نه ورکول کېږي.

د اغلې شینواري په باور په افغاني ټولنه کې هغه ښځې به دې ګڼل کېږي چې غواړي سیاسي فعالیت وکړي او یا هم انتخاباتو ته ځان نوماند کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"په افغانستان کې د هغو ښځو تعریف کېږي چې چوپ وي، خپل حق ونه غواړي او غږ پورته نه کړي، کله چې ښځې غواړي انتخاباتو ته لاړې شي او ځانونه نوماندې کړي دوی باندې د بدې ښځې ټاپه لګول کېږي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنره ملیحه حسن بیا وايي، د ټاکنو کمېسیون پر داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په انتخاباتو کې د ښځو ستونزې را برسیره او د حل لپاره یې اقدام وشي.

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا د څار موسسه وایي چې د خپلې سرورې بشپړ راپور به په راتلونکو کې خلکو ته وړاندې او اړوندو ادارو ته هم وسپاري څو د حل لارو په برخه کې یې اقدام وشي.

راپور: عبادالله حنانز

XS
SM
MD
LG