د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

زلزلې په پکتيکا او خوست کې زرګونه اميندوارې ښځې اغېزمنې کړي دي


د افغانستان په جنوب ختيځ کې د زلزلې يو انځور
د افغانستان په جنوب ختيځ کې د زلزلې يو انځور

د ملګرو ملتونو یوه مرستندویه اداره وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې د امیندوارۍ په شرایطو برابرې په زرګونو ښځې اغېزمنې کړي او په سلګونو یې چې د امیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې دي، ډېرو اړینو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د زلزله ځپلو لپاره یې ثابت او ګرځنده روغتیایي کمپونه ایجاد کړي چې امیندوارو ښځو ته هم روغتیايي خدمتونه ترسره کوي.

د نسایي او ولادي د برخې متخصص ډاکټران وايي چې دغې زلزلې له رواني پلوه پرښځو، په تېره پر امینداورو ښځو بده اغېزه کړې او ډېرې یې تر ستریس یا فشارلاندې دي چې ممکن هغه د له وخته مخکې زیږون او ان د ماشوم او مور د مړینې سبب شي.

د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا اداره، UNFPA وایي، په پکتيکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ مرګونې زلزلې د امیندوارۍ په شرایطو برابرې تر نژدې شل زره پورې ښځې اغېزمنې کړي چې اټکل کېږي دوه زره به یې په اوس وخت کې امیندوارې وي.

ویب ریلییف پاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې ویلي چې د اټکل له مخې ۶۴۰ هغه امیندوارې مېرمنې دي چې د ماشوم زیږون ته یې درې میاشتې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا دا ترټولو زیاتې هغه زیانګالې ښځې دي چې باید د امینداورۍ او زیږون په برخه کې د ژوند ژغورونکي دوامداره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

دا مېرمنې زیږون پر مهال تخصصي روغتیايي خدمتونواو تاسیساتو ته اړتیا لري او هم د اړتیا په صورت کې باید د دوی او هم یې د زیږیدلي ماشوم عاجل مراقبت وشي.

د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا ادارې، UNFPA ویلي چې د نورو اړوندو ادارو په مرسته یې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې پنځه ګرځنده بېړني روغتیايي ټيمونه ایجاد کړي چې په‌کې ښځینه روغتیا پالانې هم شاملې دي.

تېره اوونۍ زلزلې په خوست او پکتيکا کې زرګونه ښځې، ماشومان او ځايي خلک زيانمن کړل
تېره اوونۍ زلزلې په خوست او پکتيکا کې زرګونه ښځې، ماشومان او ځايي خلک زيانمن کړل

د پکتیکا د عامې روغتیا ریس ډاکټرحکمت الله عصمت هم دا مني چې په زلزله ځپلو سیمو کې اغېزمنې شوې ښځې په تېره امیندوارې مېرمنې ډېرو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري خو داچې شمېر به یې څومره وي دقیق معلومات نه‌لري.

هغه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په دواړو زلزله ځپلو ګیاني او برمل ولسوالیو کې یې روغتیایي کمپونه ایجاد شوي دي چې په‌کې ثابت مرکزونه اوهم موبایل ټیمونه شامل دي.

د هغه په وینا په موبایل ټیمونو کې چې د خلکو کورونو ته ځي، د نسایي د برخې قابله ګانې هم شته او د خلکو درملنه کوي.

نوموړي وويل: "د نسایي ولادي یا ډیلیوري لپاره په کمپونو کې پوره انتظام ورته لرو. زنانه راځي هتله ولادت ورکوي. کوم خاص مشکل نه‌شته ولې یو شی چې باید ووایم داچې موږ تر اوسه دا سروې چې څومره زنانه به امینداورې یا حامله وي خودا واقعیت ده او ښکاره خبره ده چې له زلزلې وروسته رواني مشکلات په ساحه کې ډېر شوي دي او زیات متضررین هم ښځې دي."

د نسایي او ولادي د برخې متخصص ډاکټران وايي چې دغې زلزلې له رواني پلوه پر ښځو، په تېره پر امینداورو ښځو بده اغېزه کړې او ډېرې یې تر ستریس یا فشار لاندې دي چې ممکن هغه د له وخته مخکې زیږون او ان د ماشوم او مور د مړینې سبب شي.

د نسایي او ولادي ناروغیو ډاکټرې مریم ځدراڼ تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل: "هغه ښځې چې زلزلې ځپلې او ولادت یې نژدې دي، د دې لپاره چې هغوی سترس لري نو امکان لري چې له وخته مخکې زایمان وکړي. طبعاً دا یوه افت ځپلې سیمه ده او ښځې نه‌شي کولای چې یوه روغتیایي مرکز ته لاس رسی ولري.

خدای مه‌کړه په ځینو حالاتو کې به د جینین د فوت سبب هم شي او که مرسته ور ونه رسیږي د مورد مړینې سبب هم کېدای شي."

د ملګرو ملتونو د جنسي او باردارۍ روغتیا ادارې په وینا پنځه ګرځنده ټيمونه یې اړمنو ښځو او نجونو ته د باردارۍ روغتیايي او هم ټولنیز رواني خدمتونه رسوي.

دولس قابله ګانې چې دغې ادارې په وروستیو کې روزلي په پکتیکا کې د امینداورۍ د بېړنۍ پاملرنې په ګډون میندو او نوي زېږدلو ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره ګومارل شوي دي. شپږ قابله ګانې د ښرنې په ولایتي روغتون کې او شپږ یې ارګون او ګیاني ولسوالیو روغتونونو ته ګومارل شوي دي.

وروستۍ مرګونې زلزلې په پکتيکا او خوست کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د وژل شویو کسانو شمېر یې له زرو زیات ښودل شوی او شاوخوا درې زره کورنه یې ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG