د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ملګري ملتونه: په پکتیکا کې سلګونه زره کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


د پکتیکا زلزله ځپلي اوسېدونکي
د پکتیکا زلزله ځپلي اوسېدونکي

ملګري ملتونه وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې سلګونه زره کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

یونیسف زیاتوي، چې دا کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو او طبي مرستو سربېره، ملګرو ملتونو د برمل د خلکو لپاره ګرځنده کلینیکونه او بېړني تشنابونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د دفتر/یوناما سرپرست رامز الکبروف سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه سازمان له کارکوونکو مننه وکړه چې له خلکو سره یې مرسته کړې ده.

هغه وویل: "له ډېرې مودې راهیسې په دې کلي کې نه سړک شته او نه هم دلته خلکو ته د روغتیا او خوراکي توکو خدمات وړاندې شوي، حالات ډېر سخت دي، موږ دلته یو، خلک ډېر ځورېدلي دي او موږ دلته له خلکو سره د خواخوږۍ لپاره راغلي یو."

په پکتیکا کې له زیانمنو خلکو سره د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو نغدي مرسته شوې او دوی ته د سرپناه، د څښاک پاکې اوبه او صابون هم ورکړل شوي دي.

په پکتیکا کې د زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور
په پکتیکا کې د زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد ایویا پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې دوی زلزله ځپلو ته د رسېدنې په هدف هر اړخیز پلان لري چې د روغتیا پالنې، د ماشومانو رواني روغتیا او د مشاورینو او ټولنیزو چارو د مخته وړونکو سمبالول په کې شامل دي.

ملګري ملتونه وايي، چې لومړی د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږي او بیا د کورونو د جوړولو او اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو هڅې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو اچ او په پکتیکا کې د زلزلې پرمهال د ټپيانو او مړو په اړه تازه ارقام د جولای په دریمه خپاره کړي چې له مخې د ټپيانو شمېر له ۲۹۴۹ چې د جون تر ۲۸ اعلان شوي و دمګړۍ ۶۰۸۳ تنو ته پورته شوی دی.

ډبلیو اچ او ویلي، د جون له ۲۸ تر دې دمه کوم څوک نه دي مړه شوي خو روغتونو ته ۱۴۰۴ نور ټپیان انتقال شوي.

XS
SM
MD
LG