د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت ته د حل‌لارې موندنې هڅه کوو


يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

د افغان نجونو او مېرمنو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو دوام.

په داسې حال کې چې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو له لوري په افغان مېرمنو لا هم د کار محدودیت نه‌دی لرې شوی، ملګري ملتونه وايي هڅه کوي شته وضعیت ته حل لاره ومومي، چې افغان نجونې او ښځې د رامنځته شویو محدودیتونو په لومه کې بندې پاتې نه‌شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان ته يې د خپل وروستي سفر په لړ کې په کندهار کې د حاکم نظام له چارواکو او د علماو شورا له غړو سره ولیدل، تر څو له فرصته په ګټنې صحنې ته د ښځو او نجونو د بېرته راګرځولو لپاره له هغوی سره ډیالوګ وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله نږدې دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته تللې وه، چې په افغان ښځو د زده‌کړو او د کار د محدودیتونو د پای ته رسېدو په اړه له کندهار سربېره په کابل کې هم له طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

په ورته وخت کې د بشري مرستې رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو څلورو چارواکو په نیویارک کې خبریالانو سر په خبرو کې هیله ښودلې، چې طالبان به بېرته ښځو ته اجازه ورکړي چې په نا دولتي مؤسسو کې کار وکړي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس دې خبري کنفرانس ته وویل، طالبانو ته یې پیغام روښانه و.

"دا چې د ښځو لپاره تګلاره جوړیږي او کنه معلومه نه‌ده

نوموړي وويل: "دا چې د ښځو لپاره تګلاره جوړیږي او کنه معلومه نه‌ده، زه نه‌غواړم اټکلونه وکړم هر څوک خپل نظر لري، زموږ نظر دا دی چې موږ طالبانو ته خپل روښانه پیغام رسولی او هغه دا چې ښځې د نورو د حقونو درلودولو ترڅنګ د بشري چارو په ترسره کولو کې بنسټیز رول لري، موږ اړتیا لرو چې دوی بېرته کارونو ته ستنې شي."

تېره اوونۍ د مارټین ګریفیټس په مشري یو پلاوي کابل ته له سفر وروسته وویل، چې لوړو پوړو طالب چارواکو ورسره کار ته د ښځو د بېرته راګرځېدو په برخه کې د یوې تګلارې د جوړېدو ژمنه کړې ده خو تر دې دمه د دغه تګلارې په اړه طالبانو هیڅ نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې د ناروې د کډوالو د شورا د مشر هم کابل ته له سفر ورسته ویلي وو، چې طالب چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د ښځو د کار لپاره د طالبانو مشر په بل فرمان کار کوي، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو د دغه فرمان کوم څرک نه‌دی لګېدلی.

د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو په کار کلک بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه، ان تر دې چې یو شمېر نړیوالو مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه ودرول خو طالبانو لا هم خپله دا پرېکړه بېرته نه‌ده اخیستې.

په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو بې‌رحمانه اقدامات د اسلامي همکاریو سازمان، د ډېری مسلمان مېشته هېوادونو په ګډون او په خپله د افغانانو په ګډون، د نړۍ له‌خوا رد شوي دي.

رينا اميري
رينا اميري

اغلې امیري پر خپله ټویټر لیکلي، چې د طالبانو دا اقدامات کومه مذهبي او فرهنګي ریښه نه‌لري او په خبره یې، دوی یوازې د افغانستان ستر ظرفیتونه خاموشه کوي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته سم‌لاسي د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او په په تېره دسمبر میاشت کې یې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG