د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

سيګار: د افغانستان د کانونو استخراج کې د امريکا پانګونه بې پايلې وه


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ په نهمه یې خپور کړی ویلي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نه‌دي لګېدلي او هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نه‌دی راغلی.

د طالبانو حکومت له یوې چینايي کمپنۍ سره د امو نفتي حوزې تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک کړ.

سیګار ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نېږدې ۹۶۲.۶ میلیونه مرسته کړې وه خو د سیګار په خبره، د کانونو د اړوند قوانینو په اصلاح کې د افغانستان ناتواني، د چارواکو او مسولینو ژر تبدیلي، ناامني، فساد، د زیربناو نشتوالی او د استخراجي صنایعو د روڼتیا له سټندرډ څخه د افغانستان تعلیق کول لامل شول چې د کانونو د استخراج په برخه کې شوې مرستې نتیجه ور نه‌کړي.

سیګار د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکايي ادارو له‌خوا د مرستو نه څارلو ته هم اشاره کړې، چې له امله یې د دغې ادارې په وینا، ټاکل شوی هدف لاس ته رانه‌غی.

د سیګار دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تازه د طالبانو حکومت له یوې چینايي کمپنۍ سره د امو نفتي حوزې تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک کړ.

خو د چارو پوهان دا تړون په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د هيڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت له‌خوا د کانونو په برخه کې په ځینو شویو تړونونو نیوکې شوي چې تخنیکي او حقوقي ستونزې لري.

اوس که حکومت هر څه وايي، افغانان پوهېږي چې رښتیا نه ورته وایي.

د چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د سیګار په راپور کې هم فساد ته اشاره شوې او د افغانستان د کانونو په برخه کې اوسني شوي تړونونه هم روڼتیا نه‌لري.

نوموړی وايي: "اوس هم ورته موضوع ده، په داسې حال کې چې تړونونه روڼتیا و نه‌لري، چاپ نه‌شي او خلک و نه‌ګوري، چې چا؟ څه؟ او په څو روپۍ خرڅ کړي دي؟ اوس که حکومت هر څه وايي، افغانان پوهېږي چې رښتیا نه ورته وایي. په افغانستان کې لویه ستونزه همدا ده چې حکومتونه له عامو خلکو سره رښتیني نه‌دي، که رښتیني وای، دا جرأت به یې هم کړی وای چې تړونونه چاپ کړي او ټول خلک یې وویني، چې پوه شي، څومره وپلورل شول او څومره یې خلکو ته رسېږي، خو اوس دلته هر څه پټ دي."

لوګر کې د مس عينک کان
لوګر کې د مس عينک کان

د تېر جمهوري نظام د کانونو او پترولیم وزارت په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو، چې د افغانستان د طبعي زېرمو اندازه له یوه تریلون تر درې تریلون ډالرو پورې اټکل شوې ده چې کولای شي، د نړۍ دغه بې‌وزلی هېواد په یوه شتمن هېواد بدل کړي.

خو له دې سره چې هم په تېر حکومت کې د کانونو په برخه کې ځینې تړونونه وشول او هم اوس د طالبانو حکومت ورته تړونونه کړي، د عام خلکو په ژوند کې یې څه تغیر نه‌دی راوستی او ورځ تر بلې بشري ناورین پراخيږي.

XS
SM
MD
LG