د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

سادات: د طالبانو تړونونه حقوقي مشروعیت نه‌لري


د طالبانو له لوري د يو چيني شرکت سره د امو سيند د نفتي حوزې د تړون لاسليک انځور
د طالبانو له لوري د يو چيني شرکت سره د امو سيند د نفتي حوزې د تړون لاسليک انځور

د طالبانو حکومت پرون وویل، چې دوی د کانونو وزیر د چین له (CPEIC) کمپنۍ سره د اموسیند د نفتي حوزې تړون لاسلیک کړ.

ویل شوي، د دغې پروژې په پلې کېدو سره به څو کاله وروسته افغانستان د تېلو د کېندنې له اړخه پر ځان بسیا او شاوخوا درې زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

طالبانو له روسیې سره هم د تېلو، ګازو او غله جاتو یو تړون لاسلیک کړی و، چې له‌مخې به یې له روسیې دغه مواد افغانستان ته لېږدول کېږي.

یو حکومت که داخلي او بهرنی مشروعیت ونه‌لري، اساسي قانون ونه‌لري او تېر قوانین یې ملغی اعلان کړي، کولی شي د نورو هېوادونو له شرکتونو یا هم حکومتونو سره دا ډول تړونونه وکړي؟

زموږ همکار د حقوقي چارو له پوه سید خالد سادات د مرکې په پیل کې دغه پوښتنه کړې.

د ښاغلي سادات مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
XS
SM
MD
LG