د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۵۹

نړۍ کرومایټ او لیتیوم ته اړتیا لري، افغانستان یې لري؛ څه باید وشي؟


خوست کې د کرومايټ کان، انځور - ارشيف

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه:

  • امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې د افغانستان طبعي زېرمو ته پام اړولی.

مطلب لیکي، د لوګر په یوه غره کې چې لاندې یې کابل ته غځېدلې لویه لاره له ورایه ښکاري، اسدالله مسعود پر یوه لوړ ګرنګ ولاړ دی، مخې ته یې یوه توربخونده پرخه ښکاري چې پر خړو کرښو پوښل شوې.

مسعود دغې پرخې ته ځیر کیږي او وایي، هغه توره کرښه ګورئ، هغه کرومایټ دي.

شېبه وروسته په لیرې واټن کې چاودنه کیږي، مسعود یې پروا نه‌کوي او په داسې حال کې چې مخ ور اړوي، وایي، دا جګړه نه‌ده بلکې موږ پر سرخلاصي توګه ماینونه راسپړو، چاودېدونکي مواد په درزونو کې ځای پر ځای کوو او له یوې غونډۍ بلې غونډۍ ته ځو.

لاس انجلس ټایمز لیکي، مسعود د مغول‌خېلو د کان امر دی، چېرې چې کارګران یې د کرومایټ پر استخراج لګیا دي، هغه ماده چې د زنګ ضد ده او د پولادو په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا په دې ختیځ ولایت او د افغانستان په نورو برخو کې د کرومایټ ډبرو له څو کانونو یو دی چې طالبانو یې په ابتدایي وسایلو د استخراج چارې پیل کړي ترڅو د خپل هېواد اقتصادي ستونزې پرې هوارې کړي.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه، د افغانستان دغو پرېمانه طبعي زېرمو د چین، روسیې او ایران په څېر بهرني قدرتونه هڅولي چې د ګټې له یوې برخې یې بې برخې نه‌شي.

خو په دوی کې متحده ایالات چې د اسلامي امارت له نوې واکمنۍ سره یې له رسمي تعامل څخه ډډه کړې، نشته.

متحده ایالاتو او نورو لوېديځوالو تېر کال له افغانستانه په وتلو سره دا هېواد هغو هېوادونو ته پرېښود چې ډېری یې ورسره دښمني پالي خو د قطر او ترکیې په څېر د ګوتې په شمار دوستو هېوادونو یې هم چمتووالی ښودلی چې د دې هېواد په تر ځمکې لاندې پرېمانه زېرمو کې پانګونه وکړي.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه دې مسلې چې ولې متحده ایالات له دغه بهیره ایستل شوی، د یو شمېر امریکایي چارواکو په مینځ کې اندېښنې راپورته کړي دي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، افغانستان پر کرومایټ سربېره د سربو، مسو، اوسپنې او نورو کمیابه فلزاتو لکه سرو او سپینو زرو، یورانیمو او لیتیومو زیرمې لري.

لیتیوم چې ښایي افغانستان یې د نړۍ په کچه لویې زېرمې ولري، هغه ماده ده چې د برښنایي موټرو په بټریو کې ورته سخته اړتیا ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د سروې له مخې د افغانستان د طبعي زېرمو اندازه له یوه تریلون تر درې تریلون ډالرو یعنې درې زره ملیارډ ډالرو پورې اټکل شوې ده او کولای شي، د نړۍ دغه تر ټولو بې‌وزلی هېواد پر یوه شتمن هېواد بدل کړي.

خو د لاس انجلس ټایمز په لیکنه په صنعتي بڼه د کانونو استخراج بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري، ځکه طالبان اوس په کوچینو وسایلو او تجهیزاتوسره کانونه استخراجوي.

د امريکا د سولې انستيتوت ليکنه:

  • د امریکا د سولې انسټیټوټ پر افغانستان یوه لیکنه تر دې سرلیک لاندې چې بایلل ښه و که سوله؟ خپره کړې.

د ليکنې د پیل په کرښو کې لیکي، کله چې متحدو ایالتونو د سوله‌ییز جوړ جاړي پروسه پیل کړه، ډېر ناوخته شوی و.

واشنګټن کولای شي چې له دغې تجربې درس واخلي.

د امریکا د سولې انسټیټوټ په خپله وېبپاڼه کې، داچې امریکا د افغانستان پر نژدې شل کلنې جګړې څومره پیسې لګولي او پوځ یې څومره تلفات ورکړي او هم یې ملاتړي، د افغانستان وسله‌والو ځواکونو، د افغانستان ولسي وګړو او هم وسله‌والو مخالفینو ته څومره تلفات رسېدلي، ځينې شمېرې خپرې کړي.

په مطلب کې دغه راز ویل شوي چې ښایي د دغې جګړې غیرمسقیم زیانونه له دې هم ډېر زیات وي، ځکه ډېر خلک په جګړو او د نا امنیو په پېښو کې ټپیان شوي، ناروغ شوي، له خپلو سیمو بې ځایه شوي، ښځې کونډې اوماشومان یتمیان شوي دي.

پر دې سربېره بنسټیز تاسیسات له منځه وړل شوي، خوارځواکي خپره شوې او چاپيریال ته زیان رسېدلی چې دا ټول د جګړې د غیر مستقیمو لګښتونو اندازه خورا زیاتوي.

د امریکا د سولې انسټیټوټ وایي، دغو سترو لګښتونو او د طالبانو بشپړې بریا ته په پام سره دا باید له نژدې وڅېړل شي چې ایا له طالبانو سره یوه داسې جوړ جاړي ته رسېدل ممکن و چې د امریکا او د افغانستان د حکومت سیاسي اهداف یې خوندي کړي وای؟

XS
SM
MD
LG