د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د افغانستان پر اقتصادي وضعيت د نړيوال بانک پر راپور د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ماډرن ډيپلوماسۍ انټرنټي خپرونه:

  • د ماډرن ډیپلوماسۍ انټرنټي خپرونې د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه د نړیوال بانک په وروستي راپور لیکنه کړې ده.

افغانستان د اقتصادي پرمختیا په اړه نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروسته مخ په ځوړ روان دی ، شل سلنه یې په شا تګ کړی او یوه نوي نورمال حالت ته د ستنېدو په حال کې دی.

نړیوال بانک ویلي په عامه لګښتونو کې د پام وړ کمښت راغلی، د کورنیو عواید کم شوي او په ټوله کې د تقاضا له کمېدا سره مصرف کم شوی.

له بلې خوا د تادیاتو په سیسټم کې خنډونه او د اکمالاتو په برخه کې محدودیتونو د خصوصي سکتور فعالیتونه لا له خنډ سره مخامخ کړي دي.

ماډرن ډیپلوماسي لیکي په داسې حال کې چې د افغانستان د وګړو له درې برخو دوه یې د خپلو ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې ستونزه لري او اټکل کوي چې بې‌وزلې به راتلونکی کال هم همداسې په پراخه کچه پاتې وي.

خپرونې له نړیوال اقتصاد څخه د افغانستان منزوي کېدل د دې هېواد د اقتصادي ثبات لپاره لوی ګواښ بللی دی او زیاتوي چې د نورې نړۍ سره د افغانستان د بانکي اړیکو پرې کېدو په نړیوالو تادیاتو اغېزې کړي چې خصوصي کمپنیو او مرستندویه سازمانونه یې اړ کړي چې د کورنیو تادیاتو لپاره د نقدو پیسو پر جوپو ، غیرې رسمي، نامنظمو او نا روښانه سیستمونو تکیه وکړي.

فارن پاليسي:

  • فارین پالیسي خپرونې بیا له افغانستان څخه په وروستي کال کې د وتلو افغانانو د ژوند د وضیعت په اړه د اسټرالیايي لیکوالې نیل او ډانیل یوه شننه خپره کړې ده.

لیکواله په دې لیکنه کې وايي، په زرګونو هغه افغانان چې په تېر یو کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له خپل هېواد څخه وتلي تر اوسه هم نه‌دي ځای پر ځای شوي او ډېر یې په لنډ مهاله حکومتي استوګنځایونو کې موقتي ځای پر ځای شوي چې ماشومان یې ښوونځیو ته له تګ پاتې دي.

لېکوالې په دې راپور کې همدارنګه ادعا کړې چې یو شمېر افغانان د حکومتي استوګنځایونو څخه ددې لپاره چې د اوکراین له جګړې تښتېدونکو اوکراینانو ته ځای پیدا شي ایستل شوي دي.

د۲۰۲۱ م کال د اګست په ۱۵مه نېټه پر کابل د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته زرګونه هغه افغانان چې د بهرنیو ځواکونو او سازمانونو سره یې کار کړی و د طالبانو د ویرې له هېواد څخه ووتل.

د فارین پالیسي په دې لیکنه ویل شوي چې، د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ را وروسته شا و خوا یو میلون افغانان له خپل هېواد څخه کډوال شوي دي.

د دوی یو شمېر د امریکا متحده ایالتونو ته انتقال شول، یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ولاړل.

خو یو شمېر داسې افغانان هم شته چې تر اوسه په قطر، عربي متحده اماراتو، پاکستان، البانیا او دې ورته نورو درېيمو هېوادونو کې په کمپونو کې پاتې دي او خپل اصلي منزل ته د رسېدو لپاره شپې او ورځې شماري.

XS
SM
MD
LG