د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د طالبانو حکومت: په دوو مياشتو کې به د کانونو پر اته لويو پروژو عملي کار پيل شي


لوګر کې د مس عينک کان
لوګر کې د مس عينک کان

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د اته لویو پروژو د پانګونې په هدف ورسپارل شوي پروپوزلونه یا وړاندیزونه د څېړنې په حال کې دي.

دغه پروژې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې او د غور په شهرک او غورک ولسوالیو کې د سربو او جستو د منرالونو د کېندنې دي چې د پرخوالي له کبله په ۸ حوزو یا بلاکونو ویشل شوي دي.

د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، دواړو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د دغې پانګونې د ګټلو په سیالۍ کې ګډون کړی دی.

ښاغلي برهان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر دوو میاشتو پورې به پر دغو پروژو کار پيل او نوموړی ادعا کوي چې لسګونه زره کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وويل: "دغه درې منرالونه او ۸ غټ کانونه دي، د دې لپاره دوه نیم سوه شرکتونه د پانګونې په نیت را وړاندې شوي دي، اوس ارزیابي روانه ده. ټولو بهرنیو ته موږ دا د شرط په توګه وړاندې کوو چې که غواړي د معادنو په لویو پروژو کار او پانګونه کوي، نو دوی باید ځان سره افغان پارتنر ولري."

لوګر کې د مس عينک کان
لوګر کې د مس عينک کان

د جیولوجیکي مطالعاتو له مخې د هرات د غوریانو د اوسپنې کان چې له ایران سره پر پوله پروت دی ۱۸ میلیونه ټنه اوسپنه لري.

د غورک او شهرک ولسوالیو د سربو او جستو سرچینې هم پراخې او قیمتي بلل شوي دي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د دوی د کانونو او پترولیم وزارت د وړو او غټو کانونو د اکتشاف او کېندنې چارې پیل کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کتونکي بیا نیوکه کوي چې اوسنیو شرایطو کې د کانونو په کېندنه کې بېړه کېږي چې د دوی په باور د دې کار لازمه ګټه افغان ولس ته نه رسیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت پخوانی سلاکار او ویاند عبدالقدیر متفي وایي، اوسنیو شرایطو کې پر کانونو پانګونه ډېره سیاسي بڼه لري، نه اقتصادي.

لوګر کې د مس عينک کان
لوګر کې د مس عينک کان

ښاغلی متفي وايي: "جیولوجیکي معلومات تکمیل دي، اما پانګونه به یې یو ریسک ولري، یا به سرمایه ګذاري یو طرفه وي، ممکن چین، روسیه او ایران علاقمندي وښيي، ځکه دوی د منابعو په برخه کې له نړۍ سره مخالف لیدلوری لري، دوی مختلفو هېوادونو کې یکطرفه پانګونه کړې چې د دې کار ګټه ډېره دوی ته رسیږي نه هغه هېوادونو ته چې پانګونه په‌کې کیږي."

د طالبانو حکومت بیا ډاډ ورکوي چې له دوی سره د پخوانۍ ادارې د کانونو متخصصان او سلاکاران شته او په هر ډول قرارداد کې مسلکیتوب په پام کې نیسي.

په افغانستان کې ۱۴ سوه ډوله منرالونه پېژندل شوي چې د ځمکې لاندې دغو طبعي سرچینو تقریبي ارزښت هم نژدې لس تریلیونه ډالره ښودل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG