د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

فارن پالیسي: د کانونو د مدیریت پر سر د طالبانو ترمنځ کړکېچونه پیل شوي


په لوګر کې د مس عینک کان
په لوګر کې د مس عینک کان

انډيپنډنټ:

بریتانیايي ورځپاڼې انډیپنډنټ د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د افغان ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.

د بي بي سي په یوه نوي څېړنیز راپور چې د جولای په دوولسمه خپور شو موندلې چې ښايي یوه نظامي واحد په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال ۵۴ کسان پر ناحقه وژلي وي.

د انډيپنډنټ په وينا، د بريتانيا د دفاع وزارت د دغه مستند فلم په اړه غبرګون ښودلى او ويلي يې دي، چې د دا ډول راپورونو خپرېدل د هېواد د سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د نویو شواهدو د څېړلو لپاره چمتو دی، خو د بي بي سي دغه مستند فلم یې «بې بنسټه نتیجه اخیستونکی» بللی او ویلي یې دي چې هغه تورونه چې پخوا په ځينو مواردو کې لګېدلي وو، په بشپړه توګه څېړل شوي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، په هلمند ولایت کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر او د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې تر منځ څو عملیات شوي چې په پایله کې یې ۵۴ ملکي افغانان وژل شوي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي مجلې لیکلي، د افغانستان کانونه او طبیعي سرچینې د طالبانو لپاره د پيسو او د عوایدو لویه سرچینه ګرځېدلای شي.

د خپرونې په وینا، افغانستان د نړۍ پر کچه د مسو، اوسپنې، ډبرو سکرو، لیتیم، زرو، کرومایټ او یو شمېر نورو عناصرو بډایه او ستر کانونه او زېرمې لري.

خو زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په لاس د ناامنیو او بغاوت له امله د افغانستان کانونو ته هېڅ ډول لاسرسی ونه شو.

د لیکوال په خبره، د معدن د مدیریت پر سر د طالبانو ترمنځ هم ځینې کړکېچونه پیل شوي دي.

خپرونې د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې په بدخشان او سرپل ولایتونو کې د ډبرو سکرو د کانونو پر سر د وسله والو نښتو یادونه کړې ده.

د جاوېد نوراني په نوم د کانونو یوه کارپوه فارین پالیسي ته ویلي، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه دی، خو هغه څلور عوامل د اختلاف وړ ګڼي.

لومړی دا چې کانونه ښايي ژوند او چاپېریال ګډوډ کړي، دوهم دا چې د کانونو د کنټرول له امله د وسله والو ډلو تر منځ جګړه زیاتېدای شي، درېیم دا چې د نوراني په وینا کېدای شي پر سیاسي جوړښت اغېز وکړي او څلورم او وروستی عامل یې دا دی چې کانونه په نړۍ کې د افغانستان د ځای په ټاکلو کې خپل رول ولري.

XS
SM
MD
LG