د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

له چينايي کمپنۍ سره د طالبانو تړون؛ کارپوهان: دا اقدام د نړيوالو قوانينو خلاف دی


د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر او د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ یی
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر او د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ یی

د طالبانوحکومت او یوې چینایي کمپنۍ ترمنځ د امو سیند د تېلو استخراج تړون په ټولنیزو شبکو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود د دغه تړون لاسلیکول یوازې د طالبانو د حکومت او چین سیاسي ګټې تنظیموي.

نوموړی وايي، چین هڅه کوي چې د پاکستان په شتون او له طالبانو سره د اړیکو په لرلو سره په لوېدیځو دروازو کې خپل اقتصادي او سیاسي حضور وښيي.

"هغه حرکتونه چې چینایان یې ترسره کوي ځمکني سیاسي حرکتونه دي

نوموړی وايي: "هغه حرکتونه چې چینایان یې ترسره کوي ځمکني سیاسي حرکتونه دي او هغه حرکتونه چې طالبان یې تر سره کوي په حقیقت کې یو سیاسي حرکت دی چې هغوی یې د یوه هېواد په تېره د چین راجلبولو لپاره یې ترسره کوی څو د چین د ګټو د بنسټونو په جوړولو سره ، طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني."

د اقتصادي چارو دغه کارپوه زیاته کړه چې د دا ډول تړونونو لاسلیکول د افغانستان اقتصادي ټپونه نه‌شي جوړولی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت پرون (پنجشنبه) د چین له ملي پټرولیم شرکت (CNPC) سره د آمو سیند د تېلو استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ.

د دغه قرارداد له‌مخې به دغه چینايي شرکت په راتلونکي یوه کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو درېیو کلونو کې چې د اکتشاف موده ده ۵۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

ومو غوښتل چې د دې هوکړې د جزیاتو او غبرګونونو په اړه د طالبانو حکومت نظر ترلاسه کړو، خو د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو حکومت چارواکو د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې دا د افغانستان د اقتصاد او ځان بسیاینې په ګټه وبلل.

د طالبانو حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې چې په کابل کې جوړ شوي وو وویل، د دغه تړون په مرسته به د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي اود تېلو برخې کې به ځان بسیاینې ته نږدې شي.

د امو سیند د نفتو ساحه، ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري

د امو سیند د نفتو ساحه، ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري چې د افغانستان په شمال کې د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو په سیمو کې موقعیت لري.

د افغانستان پخواني جمهوري نظام هم له چینايي شرکتونو سره د یو شمېر کانونو او زېرمو قراردادونه لاسلیک کړي وو.

د امو سیند د تېلو د استخراج قرارداد په ۲۰۱۲ کال کې د چین له ملي پټرولیم کارپوریشن (CPEIC) سره یو له هغو تړونونو څخه و.

تر دې وړاندې چینايي شرکتونو د افغانستان له پخواني حکومت سره د عینک د مسو په ګډون د یو شمېر کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړی و، خو نیوکه دا ده چې چینايي شرکتونو تراوسه په عملي او دوامداره توګه د دغو کانونو استخراج نه‌دی پیل کړی.

سرپل ولايت کې د نفتو استخراج، انځور - ارشيف
سرپل ولايت کې د نفتو استخراج، انځور - ارشيف

تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې ایا د طالبانو حکومت له پخواني حکومت سره په توپیر سره نوی تړون لاسلیک کړی او که د تړون یوازینی اړخ له پخواني حکومت څخه د طالبانو په حکومت بدل شوی دی.

د طالبانو د حکومت او چینایي شرکت ترمنځ د امو سیند د تېلو استخراج د تړون لاسلیک په مراسمو کې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو دغه پروژه د چین او افغانستان لپاره مهمه وبلله، خو دواړو هېوادونو لپاره یې دې پروژې د اهمیت لاملونه په ګوته نه کړل.

تر اوسه د طالبانو حکومت د شاوخوا ۱۷ میاشتو په تېرېدو سره د چین په ګډون هيڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

پوهان په دې باور دي چې له داسې یو دولت سره تړونونه نړیواله بیمه نه‌لري او د نړیوالو قوانینو له نظره غیر قانوني دي.

XS
SM
MD
LG