د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د افغان سوداګرو ۵۰۰ کانټينره تجارتي مال له کراچۍ بندر چابهار بندر ته لېږدول شوی


د ايران چابهار بندر
د ايران چابهار بندر

د افغان سوداګرو شاوخوا پنځه سوه کانټینره تجارتي مال چې له اندونیزیا او مالیزیا د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته انتقالېده، چابهار بندر ته واستول شو.

د پاک-افغان سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزي ازادي راډیو ته دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې، دا مال پرون وروسته تر دې د کراچۍ پر ځای چابهار ته ولېږدول شو چې پاکستاني چارواکي د کراچۍ په بندر کې له یوې اوونۍ راهیسې د افغان تاجرانو مالونو ته له خپل لورې یو په دوه یو په درې لوړ قیمت ټاکي.

الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې، د پاکستاني چارواکو دا چلند د دې سبب کېږي چې د افغان سوداګرو د مالونو بیمه تقریبا څلور برابره زیاته شي او د دې نرخ له‌مخې بیا افغان تاجر مجبوره دی چې د افغانستان په کمرګ کې هم د یوه کانتینر مال په ځای د نژدې څلورو کانتینرونو په اندازه محصول ورکړي چې له دې سره په افغانستان کې قیمتونه لوړیږي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

خان جان الکوزي زیاته کړه، دوی هڅې پیل کړې دي چې پاکستاني لوری قانع کړي چې له دې کاره لاس واخلي خو تر اوسه دې هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او که نتیجه ورنه کړي زیان به یې پاکستان ته هم ورسیږي.

"په ترانزیتي تجارت کې زموږ له دوی سره ډېرې جدي ستونزې دي.

نوموړي وويل: "په ترانزیتي تجارت کې زموږ له دوی سره ډېرې جدي ستونزې دي. که دا ستونزه حل نه‌شي افغانان مجبور دي چې په بل بدیل فکر وکړي. موږ اوس دېرش فیصده د پاکستان د کراچۍ له لارې ترانزیت کوو نور اویا فیصده د مرکزي اسیا او چابهار له لارې کوو خو اخر به مجبوره شو چې دا دېرش فیصده هم له بلې لارې وکړو."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه زره لسم کال کې د اپټا تړون لاسلیک شوی دی.

د دې تړون له‌مخې پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې افغانستان ته د ترانزیټ اجازه ورکړه، همدا راز یې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړه چې د هند الهور او واګې بندر پورې خپل مالونه وروسي د دې په بدل کې پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د تجارت امتیاز ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG