د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د مالټو قرارداديان: د ننګرهار مالټو ته دې نړيوال بازار پيدا شي


د ننګرهار مالټو ګودام
د ننګرهار مالټو ګودام

د ننګرهار د کانال رياست اړوند د مالټو د بڼوڼو قراردایان او کارکوونکي وايي، د تېر کال په څېر سږ کال هم دوی د مالټو له بڼونو، سلګونه ټنه حاصلات راټول کړي دي.

د مجيب الرحمن په نوم د مالټو يو تن قراردادي ازادي راډيو ته وويل، که څه هم د اقليمي بدلون او د هوا د تودوخې له امله د مالټو حاصلات اغېزمن شوي دي، خو په خبره يې، بيا هم د دوی حاصلات د افغانستان د بازارونو غوښتنه پوره کولی شي.

"سږ کال موسم لږ ګرم وو، ګرمايش ډېر و، نو د دغې وجې نه، مالټې لږ تاو ووهلې

نوموړی د طالبانو له حکومت نه د ننګرهار مالټو ته ګاونديو هېوادونو کې هم د بازار غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: "سږ کال موسم لږ ګرم وو، ګرمايش ډېر و، نو د دغې وجې نه، مالټې لږ تاو ووهلې، ان شاالله موږ کوشش کوو چې سپری ګانې ورکړو، سرې ورکړو، چې اينده لپاره موږ لپاره ښه حاصلات ورکړي او بله غټه خبره دا ده که دا زموږ مال نور ملکونو ته لاړ شي، تاجکستان ته، ازبکستان ته لاړ شي، نو ان شاالله يو ښه عايد به موږ ته په لاس راشي."

د ننګرهار مالټې
د ننګرهار مالټې

مجیب الرحمن وايي، د ننګرهار کانال رياست څخه ۱۲ شرکتونو د مالټو حاصلات په قرارداد نيولي دي چې، دوی يې هره ورځ پېک کوي او د افغانستان نورو ولايتونو ته يې لېږدوي.

د یادونې ده، چې د مالټو په دغو بڼوڼو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې له خپل کار خوښ دي.

د تاج محمد په نوم يو کاريګر وويل: "دا مالټې د افغانستان ټولو ولايتونو ته ځي او د في کارتن قېمت ۴۰۰ افغانۍ دی."

د غلام رسول په نوم د مالټو يو بل کاريګر وايي: "دلته لګيا يو کار کوو، ښه په‌کې خوشاله يو، ۳۴ ولايتونو ته دا مالټه استول کېږي."

د ننګرهار د مالټو بڼونو کې سلګونه کاريګر د مالټو په بسته بندۍ بوخت دي.
د ننګرهار د مالټو بڼونو کې سلګونه کاريګر د مالټو په بسته بندۍ بوخت دي.

د ننګرهار فارم ۳ سيمه چې تر ډېره د مالټو باغونه دي، د سړک پر سر ګڼ شمېر هټيوال د مالټو د پېر او پلور کاروبار کوي.

يوه هټيوال نوراغا ازادي راډيو ته وويل، د نورو ورځو په پرتله د جمعې په ورځ له دې امله ډېرې مالټې خرڅوي چې د کابل په ګډون له څنګلورو ولايتونو دغلته خلک د تفريح لپاره ورځي.

نوموړي وويل: "شل منه، دېرش منه، څلوېښت منه، څومره چې مو قسمت کې وي، دا نورې ورځې بيا ډېر کار نه وي، ځکه جمعې ورځ سېلانيان ډېر راځي، نو بيا ښه يې مزدوري مو کېږي."

د فارم ۳ سيمه کې د سړک پر سر مالټه پلورونکي
د فارم ۳ سيمه کې د سړک پر سر مالټه پلورونکي

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د کرنې رياست وياند وايي، د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو له باغونو به د اټکل له‌مخې سږ کال ۲۱۰۰ ټنه مالټې راټولې شي، په داسې حال کې چې تېر کال د مالټو د حاصلاتو کچه ۲۰۰۰ ټنه وه.

"ننګرهار کانال رياست پلان لري چې دا مالټې بهر ته هم صادرې کړي.

سيد همايون غريب‌مل ازادي راډيو ته په ليکلي پېغام کې ويلي: "ننګرهار کانال رياست پلان لري چې دا مالټې بهر ته هم صادرې کړي. خو دا بهر ته د لېږد موضوع به اوس ځکه کمرنګه وي چې دومره اندازه نه‌دي چې بهر ته ولېږل شي، يانې اوس د هېوادوالو لپاره هم بسنه نه‌کوي."

د یادونې ده، چې د افغانستان نه تازه مېوه تر ډېره ګاونډي هېواد پاکستان صادريږي خو دا چې هغه هېواد خپله هم د مالټو حاصلات ډېر لري، سوداګر یې له افغانستانه د مالټو واردولو ته زړه نه ښه کوي.

ننګرهار ولایت کې د مالټو باغونه د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر ۱۲زره جريمه ځمکه جوړ شوي دي، چې هر کال ترې سلګونه ټنه مالټې حاصل راټوليږي.

XS
SM
MD
LG